د دسمبر ۲۱مه د تاریخ په پاڼو کې

رومانیا
Image caption د ١٩٨٩ کال دسمبر په ٢١ د رومانیا ديکتاتور نیکولا چاسيسکو خپله وروستۍ وينا وکړه

د ١٩٨٨ کال دسمبر په ٢١ د امريکا د 'پنم' په نوم د هوايي ليکې يوه الوتکه په سکاتالنډ کې را وغورځېده پکې ناست ټول ٢٥٨ تنه ووژل شول

د ١٩٨٩ کال دسمبر په ٢١ د رومانیا ديکتاتور نیکولا چاسيسکو خپله وروستۍ وينا وکړه

د ٢٩٩١ کال دسمبر په ٢١ شوروي اتحاد د خپلواکو هم گټو هېوادونو اتحاد چې له ١٢ هېوادونو جوړ شوی و، منحل کړ

د ١٩٧٦ کال دسمبر په ٢١ د ملګرو ملتونو ادارې د يوي پرېکړې تر مخه ١٩٧٩ کال د ماشومانو د کال په نامه ونوماوه

١٩٧٦ کال دسمبر په ٢١ د امريکا متحدو ایالاتو په 'نوادا' کې هستوي ازموينه وکړه

د همدې کال په همدې ورځ شوروي اتحاد د قزاقستان په ختيځ کې هستوي ازموينه تر سره کړه

د ١٩٧١ کال دسمبر په ٢١ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا 'کورت والدهايم' د خپل څلورم مشر په توگه وټاکه

د ١٩٧٢ کال دسمبر په ٢١ شوروي اتحاد ختيځ المان سره يوه جلا لوزنامه لاسليک کړه

د ١٩٤٦ کال دسمبر په ٢١ د جاپان په جنوب کې زلزلې ١٠٨٦ تنه مړه کړل

د ١٩٢٣ کال دسمبر په ٢١ نيپال له برتانيا نه خپله خپلواکي اعلان کړه

ورته مطالب