نړۍ لروبر کې مسيحيانو کرېسمس ولمانځه

پاپ بېنېډېکټ
Image caption پاپ بېنېډېکټ د نړۍ د شخړو په سيمو کې د سولې هيله څرګنده کړه.

په داسې حال کې چې د نړۍ لروبر کې مسيحيان د کرېسمس اختر لمانځي په زرګونو مسيحي زيارت کوونکي او سيلانيان د لوېديزې غاړې بيت لحم ته روان دي.

مسيحيان په دې باور دي چې عيسی عليه السلام په همدغه ښار کې زېږېدلی دی.

د کاتوليک مسحيانو مشر پاپ بېنېډېکټ بيا جګړو بای ته رسونې غوښتنه وکړه او د نړۍ د شخړو په سيمو کې يې د سولې هيله څرګنده کړه.

ده د کرېمسس په خپله وينا کې چې په واټيکان کې د سانټ پيټرز بازيليکا کليسا له برنډې نه کوله، په عاج ساحل، سوډان او سوماليا کې د سولې د ټيګنښت غږ وکړ، او په عراق او چين کې يې د ترټل شويو مسحيانو سره د يووالي څرګندونه وکړه.

د کرېمس راپور دلته واورﺉ:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
Image caption په لاهور کې مسيحيان کرېسمېس لمانځي.

پاب بېنېدېکټ په منځني ختيځ، افغانستان او پاکستان کې هم د سولې او امنيت هيله څرګنه کړه، ده وويل:

''هيله ده د کرېمېس رڼا يو ځل بيا پر هغه مځکه وځلېږي چې عيسی 'عليه السلام' په کې زېږېدلی و، اسراييليانو او فلسطينيانو ته د دې الهام ورکړي چې د ګډ عادلانه او سولييز ژوند لپاره هڅه وکړي. هيله ده دغه ورځ په افغانستان او پاکستان کې امنيت او د بشري حقونو درناوی راولي.''

د امريکا ولسمشر باراک اوباما او مېرمنې يې مېشيل پر امريکايانو غږ وکړ چې د کرېسمس رخصتيو په مهال د دغه هېواد د ځواکونو او د هغوی د کورنيو ملاتړ وکړي.

په خپله اوونيزه وينا کې چې په سپينه ماڼۍ کې ثبت شوې وه، ولسمشر اوباما وويل امريکايي پوځيان د خپل مسووليت په برتله دروند بار وړي.

''د امريکا زړه ور نارينه او ښځينه پوځيان زموږ د خلکو يوې وړې برخې استازيتوب کوي.

خو دوی او کورنۍ يې چې د خوندي راستنېدو انتظار يې کوي له خپلې عادلانه برخې ډېر بار وړي.

هر هغه څه چې له دوی يې غوښتنه شوې تر سره کړي يې دي.

دوی داسې دنده منلې چې موږ يې ترې غوښتنه کړې، او ان همدا اوس ډېر د نړۍ په بله برخه په داسې هيله جنګېږي چې يوه ورځ به زموږ بچيان او لمسيان به ورته اړ نه وي.

نو راځيء ټول دوی ته د رخصتۍ په دې موسم کې ورپه ياد کړو چې زموږ په ياد دي، او دا چې امريکا به تل دلته د دوی لپاره وي، لک څنګه چې دوی زموږ لپاره دي.''

د برتانيا ملکې الېزابېت بيا د کرېسمس خپله دوديزه وينا کې سپورټ او بدني روزنې ته ځانګړې کړې وه. دې وويل سپورټ د يوووالي يو ځواک دی، او خلک اوس سپورت ته پام کوي:

Image caption بې سارې سړې هوا د اروپا په ګڼ شمېر هوايي ډګرونو مساپر بند کړي دي

''د ښارونو په پارکونو او د هېواد د لروبر زرغونو کليو کې بې شمېره خلک هره اوونۍ خپل وخت دې ته ځانګړوي چې په هر ډول سپورټي فعاليت کې برخه واخلي او يا نور ورته وهڅوي. دغه ډول فعاليتونه په نړۍ کې عادي شوي دي او د ژوند بېلې بڼې برابرولو کې رول لوبوي.''

سږنی کرېسمس په داسې وخت کې راځي چې بې سارې سړې هوا د اروپا په ګڼ شمېر هوايي ډګرونو مساپر بند کړي دي، ځينې راپورونو کې ويل شوی چې په تېره يوه پېړۍ کې دا د دسمبر تر ټولو سړه مياشت وه.