روسۍ جاسوسه په واکمن ګوند کې جګپوړې مشره شوه

لکه څرنګه چې په فلمونو او ناولونو کې لیکل کېږي، تل د جاسوسۍ سزا وژنه، تبعید او یا زندان نه وي.

Image caption انّا چپمان' چې په انّا کوشچېنګو هم شهرت لري، د یوه روسي دیپلومات لور ده، او روسیې ته تر ستنېدا وروسته په رسنیو کې وځلېده.

روسۍ جاسوسه 'انّا چپمان' چې د روان کال په لومړیو کې له متحده ایالتونو څخه د جاسوسۍ په تور وشړل شوه، د دې مثبت بدلون یوه ښکاره بېلګه ده.

هغې بي بي سي ته ویلي چې واکمن ګوند د ځوانانو د څانګې مشره ټاکلې ده.

'انّا چپمان' د ساتونکو ځوانانو په جرګه ګۍ کې غړې هم وه، چې د تېرې چهارشنبې پر ورځ په مسکو کې د یوې غونډې پرمهال د دې جرګه ګۍ مشره وټاکل شوه.

ښکلې څېره لرونکې 'انّا چپمان' په تېر جولای میاشت کې د امریکايي چارواکو لخوا په جاسوسۍ تورنه او روسیې ته وشړل شوه.

له هغې سره د جاسوسۍ په تور لس نور ملګري هم مسکو ته ولېږل شول، او په مقابل کې یې مسکو په روسیه کې واشنګټن څلور جاسوسان خوشي کړل.

'انّا چپمان' یوې غونډې ته په وینا کې چې روسي تلوېزیون یې انځور راخیستی، وویل چې ټولو یې په اړه مثبت نظر درلود.

دغې مخکنې جاسوسې وویل:"موږ باید خپل راتلونکی بدل کړو، لومړی یې پر خپل ځان پیل کړو، که موږ خوښ یو، نو هره ګټوره او نوې چاره ترسره کولای شو."

انّا چپمان' چې په انّا کوشچېنګو هم شهرت لري، د یوه روسي دیپلومات لور ده، او روسیې ته تر ستنېدا وروسته په رسنیو کې وځلېده.

د هغې ښکلې څېرې د روسیې لومړی وزیر ویلادیمیر پوتین هم حیران کړ، چې له امله یې د "فنډز سروېسېس بانک" شرکت د مالي برخې د ادارې مسؤوله وټاکله.

لسو واړو جاسوسانو ته د ولسمشر دیمتري میدویدیف لخوا هېواد ته د خدمت په بدل کې ډالۍ ورکړل شوې او د هغوی د ستاینې په تړاو په کرملین کې په تېر اکتوبر کې جشن هم جوړ شو.

دغه ټول روسي جاسوسان وروسته له هغه چې په نیویارک کې یې تر نیول کېدا وروسته پر خپلو جاسوسي فعالیتونو اعتراف وکړ، روسیې ته وشړل شول.

ورته مطالب