لبنان: د القاعدې ډلې د جند الشام مشر 'اعدام شوی'

 د ابي رامز  السحمراني اخیستل شوی عکس
Image caption د السحمراني د وژلو اصلي لامل او انګیزه نه ده مالومه.

د لبنان او فسطيني امنيتي چارواکي وايي ددغه هېواد په جنوب د فلسطيني کډوالو په کمپ کې د القاعدې ډلې له خوا د 'جندالشام' اورپکې ډلې مشر مړی موندل شوی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس د فتح ګوند د یوه چارواکي منیر المقدح له خولې ویلي "غاندي [ابو رامز] السحمراني مړ موندل شوی، نوموړی د عین الحلوه پنډغالي ته څېرمه پروت و. "

هغه وايي "مړی یې د ګاډو د درولو په یوه تمځي کې اچول شوی."

دغه فلسطيني چارواکي ويلي "السحمراني د طرابلس ښار اوسېدونکی و، هغه په دې پنډغالي کې نه اوسېده، بلکې دوه کاله مخکې دې ځای ته په راتلو یې بندیز لګول شوی و، بلکې دې ته څېرمه د لبنان به جنوب صیدا ته څېرمه شړل شوی و."

المقدح زیاتوي چې د وژل شوي مړی له پنډغالي بهر کمپ ته وروړل شوی دی.

د فرانسې د خبري اژانس یوه خبریال ويلي د لبنان پوځ کمپ کلابند کړی، او اوس یې د السحمراني مړی له کمپ څخه د صیدا روغتون ته لېږدولی دی.

خبریال دا هم ویلي چې مړی په لاسونو او پښو کلک تړل شوی، او پر خوله پرې ډزې هم شوې دي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس لیکلي، داسې نښې ښکاري چې هغه اعدام شوی، او بیا په سر په مرمۍ ویشتل شوی دی.

وړاندې هم د جند الشام ډلې د یوه غړي - چې د السحمراني د کورنۍ غړی و – پر کور د ګرنېټو برید شوی و.

'جند الشام' ډله د القاعدې یوه برخه ده، چې اصلي مرکز یې په عین الحلوه پنډغالي کې دی، چې په دې کمپ کې لبنان ته کډوال شوي فلسطيني کډوال اوسېږي.

دغې ډلې د محمود عباس له وسله والې فتح ډلې سره هم سختې نښتې کړې دي.

په لبنان کې ګڼ فلسطيني کډوال، چې شمېر یې د ۳۰۰ او ۴۰۰ زرو ترمنځ دی، په دغو ۱۲ ګڼ مېشتو پنډغالو کې اوسېږي.

ورته مطالب