۹ کلن ماشوم د شطرنج لوبې د "استاد" لقب وګاټه

ساموېل سیویان
Image caption دا لومړی ځل نه دی، چې ساموېل دا لقب ګټلی، کله چې هغه اته کلن وو، د امریکا په متحده ایالتونو کې یې د شطرنج په برخه کې د"کارپوه" لقب هم ګټلی و.

ساموېل سیویان لا نهه کلنۍ ته نه دی رسېدلی، چې د امریکا په متحده ایالتونو کې د شطرنج د سترو لوبغاړو کتار ته یې ځان ورساوه.

هغه ته په خپل هېواد کې د شطرنج د "کوچني استاد" لقب ورکړل شو.

ساموېل سیویان د کلیفورنیا ایالت د ماشوم د سانتا کلارا ښار اوسېدونکی دی، چې د سان فرانسیسکو ایالت د شطرنج په سیالیو کې یې د شطرنج د اتحادیې لخوا لومړی مقام وګاټه.

هغه ته د دغې اتحادیې لخوا ۲۲۰۱ نومرې ورکړل شوې، چې دا نومرې غالباً د شطرنج په برخه کې د استاذۍ درجې ته رسېدونکي لوبغاړي ته ورکول کېږي.

تر ساموېل مخکې د سان فرانسیسکو یو بل ماشوم، 'نیکولاس نیپ' چې تر ساموېل ۱۱ ورځې کشر و، په دویم نمبر کې راغی.

ماهر

دا لومړی ځل نه دی، چې ساموېل دا لقب ګټلی، کله چې هغه اته کلن وو، د امریکا په متحده ایالتونو کې یې د شطرنج په برخه کې د"ماهر" لقب هم ګټلی و.

د "سان خوزېه میرکري" ورځپاڼې لیکلي چې ساموېل هره ورځ لږترلږه دوه ساعته د شطرنج لوبې او زده کړې ته ځانګړي کړي، او له خپل ۳۷ کلن پلار "ارمن سیویان" سره د شطرنج لوبه کوي.

هغه د انټرنېټ په مټ له خپل روزونکي، استاد او په نړیواله کچه د شطرنج له اتل 'اندرانیک ماتیکوزیان' سره هم لوبه کوي.

ماتیکوزیان دغې ورځپاڼې ته ویلي، چې له ساموېل سره یې درې کاله مخکې وپېژڼدل:"کله مې چې هغه ولید، حیران شوم، ډېر مې خوښ شو، او له ځانه سره مې وویل چې دا یو نابغه ماشوم دی."

ورته مطالب