د ونزویلا مخکنی ولسمشر ومړ

ښاغلی پیریز
Image caption پیریز له ۱۹۷۴ تر ۱۹۷۹ کال پورې د ونزویلا ولسمشر و، چې بیا د دویم ځل لپاره هم له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۳ کال پورې ولسمشر و.

د ونزویلا مخکونی ولسمشر کارلوس اندریس پيریز د امریکا په میامي ښار کې د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس لیکي، چې ښاغلی پیریز د تنفسي سیستم د درېدو له امله مړ شو.

د ونزویلا خبري تلویزیون 'ګولبوويژن' مخکې ویلي و چې ښاغلی پيریز د میامي په 'میرسي' روغتون کې د زړه د حملې له امله ومړ.

پیریز له ۱۹۷۴ تر ۱۹۷۹ کال پورې د ونزویلا ولسمشر و، چې بیا د دویم ځل لپاره هم له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۳ کال پورې ولسمشر و.

هغه په ۱۹۹۳ کال کې د عامو پیسو د اختلاس په تور له واکه لیرې او په ۲۸ میاشتو بند محکوم شو.

پيریز د اوسني ولسمشر هوګو چاویز له سختو نیوکه کوونکو څخه و، چې چاویز یې پرضد په ۱۹۹۲ کال کې یوه ناکامه کودتا هم وکړه.

هغه په کراکاس کې د خپل بند لومړۍ څو میاشتې تېرې کړې، خو اجازه ورکړل شوه، چې د بند پاتې موده په خپل کور کې تر څارنې لاندې تېره کړي.

خو هغه پرې ټول لګول شوي تورونه ردول.

په دې وروستیو کې ښاغلی پيریز په میامي کې اوسېده، او د اوسني نظام او حکومت پرضد یې تبلیغات کول.

پر هغه دا تور هم و، چې ګني د کراکاس د اړدوړ پرمهال یې پوځيانو ته امر کړی و، چې واټونو ته راووځي او ان د لاریون کوونکو په وژلو هم سرپه ونه کړي.