لوېديځ د روسي سوداګر 'خدروکوفسکي' بیا محکومېدل غندلي

میخایل خدروکوفسکي
Image caption د روسیې لوی سوداګر میخایل خدروکوفسکي ته د تېلو د غلا په تور له سره د بند جزا اورول شوې.

لويديځ د ولادیمیر پوتین د سیاسي مخالف او روسي شتمن میخایل خدروکوفسکي بیا محکومېدل په پراخه کچه غندلي.

د ښاغلي خدروکوفسکي مدافع وکیل ټينګار کوي چې پر موکل یې لګېدلي تورونه سیاسي انګیزې لري.

د ولسمشر اوباما يوه وياند په ښکاره د روسيې د حقوقي سيستم پر ناسمې کارېدنې اندېښنه ښودلې.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير د محاکمې پر بهیر شک ښودلی او د ایې د روسيې لپاره يو شاته تگ بللی.

فرانسې او برتانيې له روسیې نه په سمه توګه د قانون د پلی کېدو غوښتنه کړې .

ميخاييل خدروکوفسکي چې له وړاندې په ماليو کې د درغليو له کبله په زندان کې دى، اوس په تيلو کې د غلا په تور د ډيرو نورو کلونو بند له سزا سره مخامخ دى.

د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ديوه پيژندل شوي روسي سوداگراو پانگه وال ميخاييل خدروکوفسکي بيا محکومېدل په سخته غندلي .

د تازه تورونو له مخې ښاغلی خدروکوفسکي اوس د ٢٧ ميليارد ډالرو په ارزښت د تيلو په غلا ګرم بللی شوی.

مېرمن کلنټن وايي د قصدي تعقيب، او د سياسي ملحوظاتو له کبله پرقانون د سيورې د غوړېدو له کبله اوس ددغې کيسې په اړه جدي پوښتنې را ولاړي شوي .

دغه څرگندونې د ښاغلي خدروکوفسکي د ملاتړو هغو ادعاوو ته اشاره وه چې گواکې دغه تورونه سياسي انگيزه لري .

دغه روسی سوداګر د لومړي وزير ولاديمير پوتين پخوانى سياسي سيال بلل کيږي.

ورته مطالب