د پاکستان ایتلافي حکومت او تازه ننګونې

یوسف رضا ګیلاني په ملي اسمبله کې
Image caption د پاکستان لومړی وزیر او د دغه هېواد واکمن ګوند PPP په پارلمان کې د اکثریت د له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخامخ دی.

په پاکستان کې متحده قومي غورځنګ له ایتلافي حکومت نه د وتلو تکل لري

د پاکستان په ایتلافي حکومت کې شامل لوی سیاسي ګوند 'متحده قومي غورځنګ' وايي دغه ګوند خپلو دوو وزیرانو ته له ایتلافي حکومت نه د وتو لارښوونه کړې.

د کتونکو په باور که چېرې 'متحده قومي غورځنګ' دغه تصمیم عملي کړي، نو دا به د پاکستان د ایتلافي حکومت پر مخ یوه درنه څپيړه وي.

'متحده قومي غورځنګ' یا MQM فساد او د بیو لوړېدل د خپلې پرېکړې اساسي دلیلونه بولي.

دغه ګوند وايي ډېر ژر به له لویه سره په ایتلاف کې د پاتې کېدو یا له هغه نه د وتو په اړه هم پرېکړه وکړي.

ایم کیو ایم د یوسف رضا ګیلاني په مشرۍ له ایتلافي حکومت نه د یوه بل واړه سیاسي ګوند له وتو لږ وروسته دغه خبرداری ورکړی دی.

لویې ننګونې

د پاکستان په ایتلافي حکومت کې شامل دوهم لوی ګوند ایم کیو ایم د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د لومړي ګام په توګه یې له فدرالي حکومت نه د خپلو دوو وزیرانو د ویستو پرېکړه کړې.

"له فدرالي حکومت نه به د لارې د جلا کولو او دا راز په راتلونکي کې د (سند) له ایالتي حکومت سره د اړیکو د څرنګوالي په تړاو ډېر ژر پرېکړه وشي. "

که چېرې ایم کیو ایم چې په کراچۍ کې فعال سیاسي حضور لري، د پاکستان له ایتلافي حکومت نه ووځي، نو په دې سره به د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني او اوسنی واکمن ګوند (د پاکستان د خلکو ګوند) په فدرالي اسمبله کې اکثریت له لاسه ورکړي.

په پاکستان کې واکمن ایتلاف دا مهال د دغه هېواد د پارلمان ۱۸۱ څوکۍ په خپله ولکه کې لري. په دې کې د پارلمان د ټولو ۳۴۲ څوکیو له منځه ۲۵ څوکۍ په ایم کیو ایم پورې اړه لري.

له دې منځه واکمن ایتلاف د اکثریت د جوړولو لپاره ۱۷۱ سیټونو ته اړتیا لري چې د ایم کیو ایم په همدغه ۲۵ سیټونو سره ایله له اکثریت نه یو څه ورپورته دی.

د روانې میاشتې په پیل کې یو بل وړوکی ګوند "جمعیت علمای اسلام" یا (JUI) هم له فدرالي حکومت نه د دغه ګوند د یوه وزیر په شړل کېدو پسې له ایتلاف نه ووت.

د یوسف رضا ګیلاني حکومت دا مهال د طالبانو له لوري د بغاوت د پراخېدو په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی.

دا راز د پاکستان حکومت د هېواد د څپ څپانده اقتصاد د ژغورلو لپاره د پیسو د نړیوال صندوق له لوري د ۱۱ میلیارده ډالرو د پور د خوندي کولو لپاره د اړینو اصلاحاتو د راوستو له اړخه هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

ورته مطالب