ایران دوه سیاسي بندیان اعدام کړل

اعدام
Image caption د ایران په زندانونو کې د سیاسي مخالفانو د اعدام لړۍ جاري ده.

ايراني چارواکو د اسرايلو لپاره په جاسوسۍ او له مخالفې ډلې "مجاهدين خلق" سره په ناقانونه اړيکو ګناکار پېژندل شوي دوه تنه اعدام کړي دي.

د تهران د څارنوال دفتر ويلي علي اکبر سیادت د اسرايلو استخباراتي ادارې ''موساد'' ته د ايران د توغنديو او پوځي اډو په اړه معلومات ورکول.

بل اعدام شوی کس علي صارمي نومیږي چې په ۲۰۰۷ کال کې د سياسي زندانيانو په يوه نمانځغونډه کې د ګډون پرمهال نیول شوی و.

د تهران انقلابي لویې څارنوالۍ د اعلامیې له لارې خبر ورکړی چې علي صارمي او علي اکبر سیادت د سه شنبې په ګهیځ (د دسمبر ۲۸مه) د اوین په زندان کې په دار ځړول شوي دي.

په اعلامیه کې علي صارمي د ایران د مجاهدین خلق د سازمان غړی او علي اکبر سیادت د اسراییلو جاسوس بلل شوی.

په علي صارمي د ایران د اسلامي نظام خلاف د پروپاګند تور هم لګېدلی و.

دغه تورن ته تېرکال په انقلابي محکمه کې د قاضي صلواتي له لوري د اعدام سزا ور اورول شوې وه.

هغه د ۱۳۸۶ کال په وږي کې د سیاسي زندانیانو د ډله ییز اعدام د نولسمې کلیزې په مراسمو کې ګډون کړی و او په ۱۳۶۷ کال کې د استخباراتي مامورانو له لوري له نیول کېدو راهیسې بیا تر اوسه په زندان کې دی.

د ایران خبري اژانس "ایرنا" لیکي چې علي صارمي په ۱۳۶۱ کال کې هم د مجاهدین خلق له سازمان سره د اړیکو په تور نیول شوی او په درې کاله تعلیقي بند محکوم شوی و.

د بشري حقونو فعالان د دغه سیاسي بندي اعدام د ایران د تېر کال د ولسمشرۍ له جنجالي انتخاباتو سره تړلې خبره بولي او وايي هدف یې د ایران د حکومت د مخالفانو وېرول دي.

د ایران قضايي چارواکو بل اعدام شوي سیاسي بندي علي اکبر سیادت د اسراییلو جاسوس بللی او وايي نوموړي له ۱۳۸۳ کال راهیسې اسراییلي استخباراتو ته د پیسو په بدل کې ځانګړي مالومات ورکول.

په دې کې په ځانګړې توګه اسراییلو ته د ایران د هوايي ځواکونو او توغندیو په اړه د مالوماتو د ورکړې یادونه شوې.

د تهران لوی څارنوال وايي دغه دوه تنه د هغوی پر دوسیو له سره د غور او دا راز د لوړپوړو قضايي چارواکو له تایید وروسته اعدام شوي دي.

ورته مطالب