شمالي کوریا لومړی لوېديځ فیلم وښود

د فیلم لوبغاړې کیرا نایټلي او پرمېنډر نېګرا
Image caption په دې فیلم کې کیرا نایټلي او پرمېنډر نېګرا لوبېدلې دي.

د شمالي کوریا تلوېزیون د لومړي ځل لپاره پر خپله تلوېزیوني پرده د لوېديځ Bend It Like Beckham فیلم وښود.

دغه ډرامه يي او کوميډي فیلم په ۲۰۰۲ کال کې د شمالي کوریا او برتانیا د ۱۰ کلنو ديپلماتيکو اړیکو په منسابت جوړ شوی و.

د فیلم اتله کیرا نایټلي د هغې بالغې نجلۍ کیسه انځوروي، چې په لندن کې د هند په یوه یاغي ټولنه کې ستره شوې خو له فوټبال سره ډېره مینه لري.

په دې فیلم کې کیرا نایټلي او پرمېنډر نېګرا لوبېدلې دي.

دغه شمالي کوریا د ګڼو اوسېدونکو ډېره خوښېږي.

فیلم ځینې هغه موضوع ګانې هم راخیستې، چې په شمالي کوریا کې پرې بندیز لګول شوی، لکه جنسي اړيکي یا دا چې د بېلابېلو توکمونو د وګړو ترمنځ جنسي اړيکي جوړ شي.

د دغه فیلم په ترتیب کې د برتانیا سفارت همکاري کړې.

په بیونګ یانګ کې د برتانیا سفیر مارټن اوډن د ټويټر پر خپله ځانګړې پاڼه لیکلي چې دا فیلم نندارې ته وړاندې شو.

نوموړی لیکي: "د دسمبر پر ۲۶ دغه فیلم Bend It Like Beckham د شمالي کوریال د تلوېزیون پر پرده وښودل شو، د سفارت عملې پکې ښه ونډه واخیسته، زه ډېر خوښ یم چې زموږ کارکوونکو د دغه فیلم په وړندې کولو کې ډېر زیار کښلی دی."

که څه هم دغه فیلم ۱۱۲ دقیقې و، خو ځينې برخې ترې لیرې شوې او یوازې ۱۰۴ دقیقې یې وښودل شو.

ورته مطالب