مصر: د کلیسا مخې ته موټربم ۲۱ کسان وژلي

اسکندریه
Image caption چاودنه تېره شپه شاوخوا ۱۲ نیمې بجې هغه مهال وشوه، چې له کلیسا څخه عبادت کوونکي 'سیدي بشر' کلي ته بېرته د ستنېدا په حال کې ول.

د مصر په سکندريه ښار کې د يوې کليسا مخې ته د موټر بم چاودنې ۲۱ تنه ووژل او ۴۳ نور يې ټپيان کړل.

چاودنه هغه مهال وشوه چې عبادت کوونکي د نوي ميلادي کال د رارسېدو تر دوعا وروسته له کليسا نه وتل.

ټپيان په امبولانسو کې روغتونو ته رسول شوي دي.

ویناپاڼه کاږي، چاودنه د یوه ګاډي په وسیله د ساحلي اسکندریې ښار د یوې کلیسا مخې ته نیمه شوې شوې ده.

سرچینه وايي ښايي د ټپيانو او وژل شوو شمېر زیات شوي.

د کورنیو چارو وزارت په ټپیانو کې اته مسلمانان او نور عیسویان ښودلي دي.

دوی وايي ګاډي د کلیسا مخې ته تر درول کېدا وروسته چاودلی، چې دا مهال یې په اړه پلټنې روانې دي.

په سیمه کې یوه عیني شاهد ویلي یو زرغون رنګه 'سکوډ' ډوله ګاډی یې ولید، چې کلیسا ته څېرمه د تېر ماښام پر اتو بجو ودرول شو او ځینې کسان ترې راکوز شول، خو لږ شېبه وروسته وچوول شو.

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي چې تر چاودنې وروسته په اسکندریه کې د مسلمانانو او عیسویانو ترمنځ شخړې هم وشوې.

چاودنه تېره شپه شاوخوا ۱۲ نیمې بجې هغه مهال وشوه، چې له کلیسا څخه عبادت کوونکي 'سیدي بشر' کلي ته بېرته د ستنېدا په حال کې ول.

یوه عیسوي مینا عادل اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، د چاودنې پرمهال په کلیسا کې کابو زر کسان ول، چې د عبادت تر مراسمو وروسته چاودنه وشوه.

نوموړی وايي "د کلیسا د ننه وم چې د یوې زورورې چاودنې غږ مې واوررېد" چې په وینا یې ځينې کسانو اور اخیستی و.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې تر چاودنې وروسته یو شمېر عیسویانو په سیمه کې یوه جومات ته د ننوتلو هڅه وکړه، خو امنيتي سرتېرو پرې اوښلن ګاز وکاراوه او هغوی یې تیت پرک کړل.

Image caption ښاغلي مبارک د اسکندریې برید د مصر په مسلمانانو او قبطيانو دواړو برید بللی دی.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس خبریال بیا وايي چې عیسویان جومات ته ننوتل او له هغه ځایه یې سړک ته "کتابونه" راغورځول.

د ویلو ده چې په وروستیو کلونو مصر د عیسویانو او مسلمانانو ترمنځ د شخړو شاهد و، چې د سیاسي شنونکو په وینا حکومت د قبطيانو د شکایتونو په ارزولو او د هغوی د غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

د ۲۰۰۶ کال په اپریل میاشت کې هم پر دغې کلیسا ورته برید شوی و، چې چاړه په لاس برید کوونکي عیسوي عبادت کوونګي په مرګ وګواښل او ان ځینې خو یې په چړې هم ووژل.

مصري ولسمشر حسني مبارک له مصري وګړو د ترهګرۍ او د مصر د امنیت د خرابوونکو پروړاندې د یووالي غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب