احمدي نژاد خپل شخصي ګاډی پلوري

ښاغلی احمدي نژاد
Image caption ایراني چارواکي په دې اند دي چې د ښاغلي احمدي نژاد د ګاډي بیه تر ۲۰۰۰ ډالرو یانې ۱۵۰۰ یورو اټکل شوې ده.

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد هوډ کړی، چې خپل شخصي ۳۳ کلن ګاډی وپلوري او په پیسو یې له هغې خیریه ټولنې سره مرسته وکړي، چې ځوانان پکې اوسېږي.

کله چې محمود احمدي نژاد د تهران ښاروالۍ مشر و، ډېر لږ به په خپل بیجو ۵۰۴ ډوله ګاډي کې لېدل کېده.

خو کله چې په ۲۰۰۵ کال کې ولسمشر شو، په خپل شخصي ګاډي کې ډېر لږ ګرځېده.

ټاکل شوې ده چې ښاغلي احمدي نژاد په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې خپل دغه شخصي ګاډی علني مزایدې ته د ایران په جنوب ختيځ عبدان ښار کې وړاندې کړي.

ایراني چارواکي په دې اند دي چې د ښاغلي احمدي نژاد د ګاډي بیه تر ۲۰۰۰ ډالرو یانې ۱۵۰۰ یورو اټکل شوې ده.

په عبدان کې د ازادې سوداګرۍ د سیمې مشر اصغر پرهیزګار ایرنا خبري اژانس ته ویلي، دغه ګاډی به د هغو پخوانیو ګاډو د پېر او پلور ځای ته بوتلل شي، چې پر ټاکل شوې نېټه پکې خرڅلاو ته وړاندې کېږي.

نوموړی زیاتوي، د دغه ګاډي د پیسو څلورمه برخه به د "مهر" په نامه د مېشتېدنې خیریه ټولنې صندوق ته ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر احمدي نژاد په مشرۍ د ایران حکومت هر کال د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لخوا د لګول شوو اقتصادي بندیزونو له کبله میلیونونو زیان ویني.

ورته مطالب