نن په تاريخ کې – د جنورۍ لومړۍ

سردار محمد داود خان
Image caption ١٩٦٥ کال – د افغانستان د خلک ديموکراتيک گوند بنسټ کېښودل شو (١٣ کاله وروسته يې په پوځي کودتا د ولسمشر محمد داود په وژلو واک تر لاسه کړ)

١٥٠٢ کال – پرتگاليانو د ريودي جېنيرو سيمه ومونده

١٨٠٤ کال – هايتي له فرانسې نه خپلواکي واخيسته

١٨٠٨ کال – د امريکا کانگرس د مرييانو وروړل بند کړل

١٨٦٢ کا ل- په امريکا کې د وگړو پر عايداتو لومړۍ ماليه ولگېده

١٨٧٧ کال – د انگلنډ ملکه – ويکتوريا د هند امپراتوره اعلان شوه

١٩١٢ کال – سون يات سين په چين کې جمهوريت جوړ کړ

١٩٢٣ کال – د شوروي سوسيالستي جمهورتيونو اتحاد رامنځته شو

١٩٤٦ کال – امپراتور هيروهيتو جاپانيانو ته وويل چې نوردې دى "خداى" نه بولي

١٩٥٦ کال – سوډان له مصر او برتانيا نه خپلواکي اعلان کړه

١٩٦٥ کال – د افغانستان د خلک ديموکراتيک گوند بنسټ کېښودل شو (١٣ کاله وروسته يې په پوځي کودتا د ولسمشر محمد داود په وژلو واک تر لاسه کړ)

١٩٧٩ کال – چين او امريکا ډېپلماتيک اړيکي ټينگ کړل

ورته مطالب