نن په تاريخ کې - د ډسمبر ٣١

بي بي سي
Image caption ١٩٢٣ کال – BBC د بيگ بين ساعت په غږ د پروگرامونو خپرول پيل کړل.

١٦٠٠ کال – د ختيځ هند برتانوي شرکت د کار اجازه تر لاسه کړه

١٧٨١ کال – لومړى امريکايي بانک – "دشمالي امريکا بانک" پرانستل شو

١٨٥٧ کال – ملکې ويکټوريا د اوتاوا ښار د کاناډا نوې پلازمېنه غوره کړه

١٨٧٩ کال – اډيسن خپل لومړنى ځلاند برېښنايي څراغ نورو ته وښود

١٩٢٣ کال – BBC د بيگ بين ساعت په غږ د پروگرامونو خپرول پيل کړل

١٩٤٦ کا ل- ولسمشر ترومن دويمه نړيواله جگړه رسما" پايته رسېدلې وبلله

١٩٦١ کال – د "بيچ بويز" ډلې لومړنى کنسرت ورکړ

١٩٧٧ کال – شيخ جابر الاحمد الجابر الصباح د کويټ امير شو

١٩٧٨ کال - شاهپور بختيار د پاچا له خوا د ايران نوى صدراعظم غوره شو

١٩٨٠ کال – په نايروبي کې د يهودو پر يوه هوټل بمي بريد اتلس کسه ووژل

١٩٨٤ کال – امريکا له يونسکو نه ووته

١٩٩١ کال – د يوه واحد دولت په توگه د شوروي اتحاد د شتوالي وروستۍ ورځ

١٩٩٣ کال – د گورجستان شړل شوي ولسمشر زوياد گامساخورديا ځان وواژه

١٩٩٧ کال – مايکروسافټ هاټ ميل په پيسو وپېره.

ورته مطالب