د برازیل نوې ولسمشرې 'روسف' لوړه وکړه

ولسمشر لوړه کوي
Image caption ولسمشره اړه ده چې د لگښتونو مساله حل کړي او هم د پيسو د لوړ مصنوعي ارزښت چاره وکړي، هغه کسانو چې نوموړې ته رايه ورکړې ده هيلې يې هم لوړې دي او خپله ولسمشر هم په دې پوهېږي سخت کارونه ېې په مخ کې دي.

په برازيل کې لومړنۍ ولسمشرې 'دېلما روسف' د خپلې دندې لوړه کړې ده. د لوړې مراسمو کې د وينا پر مهال دې وويل چې د خپل سلف 'لولا ډېسلوا' په وخت کې شوي کارونه به غښتلي کوي او زياته ېې کړه هغۀ په برازيل کې د حکومتدارۍ بڼه بدله کړې ده.

ولسمشرې روسف وويل نوموړې د زياتې خوارۍ له منځه وړلو او پوهنې او روغتيايي چارو ته لومړيتوب ورکوي.

عکسونه وګورﺉ

برازيليان مېلو جوړولو لپاره لږې بهانې گوري ، خو زيات په دې باور دي چې هغوي د ۲۰۱۱ کال په پيل کې د خوشبينۍ ډېرعوامل لري.

نوې ولسمشره، غوړېدونکى اقتصاد، او په نړيواله کچه د برازيل منل کيدو له امله ددې ملت باور ډېر لوړ کړى دى.

دا هېواد به په ۲۰۱۶ کال کې د المپيک د لوبو کوربه وي، دغه راز په ۲۰۱۴ کال د فټ بال نړيوال جام سياليو لپاره هم تيارۍ روانې دي، دا مهمې لوبې د برازيليانو لپاره د وياړ سرچينه ده.

خو دا د برازيليانو د ستونزو ښکارندوي هم کوي.

ددې هېواد له پامه غورځول شوي انفراسټرکچر نوي کولو ته اړتيا لري او هم بايد هلته د جرمونو کچه راټيټه شي.

د پخواني ولسمشر لولا ډيسلوا يو ميراث او لاس ته راوړنه دا ده چې په ميلیونو کسان يې له خوارۍ راوايستل، خو له دې سره، سره سخت ټولنيز وېش او توپپر اوس هم هلته موجود دى.

ولسمشر روسف د شخصيت له مخکيني ولسمشر ډېسلوا په اندازه زړه راښکونکى نه دى او ددې امکان دى چې په نړيواله کچه هومره ونه پېژندل شي، خو دا چې برازيل د اميزون لوى ځنگل لري ددې معنى دا ده چې د چاپېريال په اړه هر ډول خبرو کې به ددې هېواد شتونه ډېر مهم وي.

ولسمشره اړه ده چې د لگښتونو مساله حل کړي او هم د پيسو د لوړ مصنوعي ارزښت چاره وکړي، هغه کسانو چې نوموړې ته رايه ورکړې ده هيلې يې هم لوړې دي او خپله ولسمشر هم په دې پوهېږي سخت کارونه ېې په مخ کې دي.

ورته مطالب