سناتور لینزي ګرېهام: افغانستان کې دې دایمي اډې جوړې شي

ښاغلی ګرېهام
Image caption ښاغلی ګرېهام د ۱۹۵۵ د جولای پر نهمه زیږېدلی، چې له ۲۰۰۳ راهیسې تر اوسه د امریکا په کانګرېس کې له جنوبي کارولینا څخه سناتور دی.

يوه وتلي جمهوري غوښتونکي سناتور وړانديز کړى چې امريکا دې په افغانستان کې دايمي پوځي اډې جوړې کړي.

سناتور لينزي گرېهام د 'اېن بي سي' ټلوېزيون ته وويل چې دا اډې به ټولې سيمې ته گټورې شي او افغان پوځونو ته به هم له طالبانو سره په مقابله کې بر لاسى ورکړي.

ښاغلي گرېهام وويل چې امريکا بايد له افغانستان سره تلپاتې دوستي وساتي چې دغه هيواد بيا د ترهگرو منگولو ته له لوېدو راوگرځوي.

هغه دا هم ویلي چې په افغانستان کې د دايمي اډو جوړول له افغان ځواکونو سره د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې ګټورې پرېوځي او د سیمې لپاره هم ګټه لري.

يو شمېر افغان شنونکي په افغانستان کې د امريکا د دايمي پوځي اډو د جوړولو په اړه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې کېداى شي د سيمې او په تيره بيا په نړۍ کې د سولې او ټيکاو لپاره گټور نه وي.

بله غاړه افغان حکومت له افغانستان سره د امریکا دوامدارو او تلپاتې مرستې اړينې بولي، خو دا هم وايي چې لا تر اوسه پورې د

دواړو هېوادونو تر منځ په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

دا لومړی ځل دی چې یو چګپوړی امریکايي سناتور په افغانستان کې د دایمي اډو د جوړولو خبره کوي.

تر دې مخکې امریکايي چارواکي په افغانستان کې د دایمي اډو د لرلو یا په دغه هېواد کې د ډېرې مودې لپاره د عسکرو د ساتلو په باب چوپه خوله وو .

د امريکا د جمهوریت غوښتونکي ګوند مخکښ سناتور لينزي گرېهام دغه څرګندونې په داسي مهال کړې چې د 'ویکيلیکس' له لوري د امریکا په یوه افشا شوي دیپلماتیک سند کې راغلي چې ولسمشر اوباما له افغانستانه د پوځ د ایستلوخبره د دې لپاره کړې چې د امنیتي مسؤولیتونو د منلو په برخه کې افغان حکومت لا ډېر وهڅوي.

افغان حکومت سره له دې چې په افغانستان کې د امريکا د متحده ايلاتو پر دايمي مرستو ټينگار کوي، خو وايي چې لا هم د دواړو غاړو تر منځ د پوځي اډو پر سر کومه هوکړه نه ده شوې.

د افغان ولسمشر وياند وحيد عمر:

''د امریکا متحده ایالتونه له افغانستان سره د ستراتيژيکو اړیکو غوښتونکې ده او افغانستان هم غواړي چې تر ۲۰۱۴ کال پورې د امنيتي چارو د لېږد تر بهیر وروسته ښې اړيکې ولري. خو د دایمي اډو د جوړېدا په اړه د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ هېڅ خبرې نه دي شوې، که چېرې دا خبره مطرح شي، هله به د افغانستان حکومت خپل دريځ په ډاګه کړي.''

Image caption افغان حکومت سره له دې چې په افغانستان کې د امريکا د متحده ايلاتو پر دايمي مرستو ټينگار کوي، خو وايي چې لا هم د دواړو غاړو تر منځ د پوځي اډو پر سر کومه هوکړه نه ده شوې.

خو ايا له حقوقي پلوه به د دغو اډو د جوړولو اغېز ځه وي او د سيمې هيوادونه به يې منلو ته غاړه کېږدي ؟

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزى وايي چې ښايي ځينې هېوادونه له افغانستان سره په دې اړه خپلې سياسي اړيکي پرې کړي:

''د پوځي اډو جوړول یو اړخيز حالت نه لري، د قانون له مخې باید د دولتونو پارلمانونه دا تصویب او بیا په ملګرو ملتونو کې راجستر شي.''

خو ځيني نور کارپوهان بيا په دې باورهم دي چې که داسې کېږي نو افغانان باید د دایمي اډو په وړاندې د خپل هېواد لپاره له امریکا څخه د دایمي امتیازونو غوښتنه هم وکړي.

ورته مطالب