ایراني چارواکو ته د الماني څېرو پرانیستی لیک

سکینه محمد اشتیاني
Image caption اشتیاني د تېرې شنبې پر ورځ دا رد کړه چې ګني په زندان کې ځورول شوې ده "دا هسې پروپاګند دي."

تر سلو ډېر مشهورو الماني څېرو له ایراني چارواکو په تهران کې د دوو نیول شوو الماني خبریالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې.

دغو کسانو په ایران کې په اعدام د محکومې شوې یوې ایرانۍ مېرمنې سکینې محمدي اشتیاني له زوی سره هم کتلي دي.

د تېر کال په اکتوبر میاشت کې په ایران کې دوه دوه الماني خبریالان ونیول شول.

پر دغه پرانیستي لیک د المان د بهرنیو چارو وزیرې جویدو فیسټرفېله او د فوټبال د لوبو ستوري فرانز بکتباور، د مالیې وزیر فولفجانګ شاوېل، د دفاع وزیر کارل تیودور زو جوتنبرګ، د ټینس لوبغاړي بوریس بیکر او یو شمېر نورو مشهورو څېرو لاسلیک کړی دی.

همدارنګه په دغه لیک په المان کې د اسلامي شورا رییس علي کیزیلقایا هم لاسلیک کړی دی.

سینمايي وړاندې کوونکي شلویندورف، چې وړاندې یې د ایران په ګڼو سینمايي فسیټیوالونو کې ګډون کړی، ویلي چې هغه له تهران سره مینه لري، خو دا مهال په تهران کې د دوو الماني خبریالانو د نیول کېدا او ځينو نورو اسبابو له کبله نه شي تلای.

سکینه محمدی اشتیاني د تېرې شنبې پر ورځ په تبریز کې په خپل کور کې یوې خبري غونډې ته ويلي وو چې د نیول شویو الماني خبریالانو پرضد به ادعا کوي، ځکه چې په وینا یې "همدوی د دې د تور لامل شوي دي."

"ستر فشارونه"

ایراني چارواکو په تبریز کې د سکینه اشتیاني له زوی سجاد قادرزاده سره تر خبرو وروسته ونیول شول.

تهران وايي دغو الماني خبریالان ایران ته د سیلانۍ په وېزه ننوتي، او د خبریالۍ د فعالیتونو هېڅ اجازه یې نه درلوده.

سکینه محمدي اشتیاني په ۲۰۰۶ کې د زنا په تور ونیول شوه، چې بیا وروسته پرې د سنګسار حکم وشو، خو تېر کال د هغې د ''رجم'' حکم سپک کړای شو.

خو پر هغې د خپل میړه د وژنې تور هم دی، چې ښايي د قصاص له مخې په دار وځړول شي.

د ایران تلوېزیون تېره میاشت د اشتياني دا خبره راخیستې وه، چې ګني خپل مېړه یې وژلی، خو په لوېديځ کې یې مدافع وکیلانو د دا ډول اعتراف د ریښتینولۍ په اړه شک ښودلی و.

آغلې اشتیاني د تېرې شنبې پر ورځ دا رد کړه چې ګني په زندان کې ځورول شوې ده "دا هسې پروپاګند دي."

اشتیاني په المان مېشتې فعالې 'مینه اهادي' دا نیوکه وکړه چې ګني د هغې د خوشي کېدو هڅې کوي.

خو 'اهادي' بیا ویلي په دې باور ده چې اشتیاني "د اسلامي نظام لخوا تر سختو فشارونو لاندې ده."

ورته مطالب