د ماليزيا صدراعظم د نړيوال منځلاي غورځنګ وړانديز وکړ

نجيب رزاق
Image caption اوس ددې حل لاره د صدراعظم نجيب رزاق په لاس کې ده چې هڅه کوي لا ډېر منځلارى وبرېښي.

د ماليزيا صدر اعظم نجيب رزاق د "منځلارو څېرو د يوه نړيوال غورځنگ" د رامنځته کېدو غږ وکړ. ماليزياييان پخپله پر دې وياړي چې منځلاري مسلمانان دي.

صدراعظم رزاق تېر کال په ملگرو ملتو کې ويلي و چې اصلي جړه د مسلمان او نامسلمان ترمنځ نه، چې د تندلاري او منځلاري ترمنځ ده.

خو ځيني مسلمان فعالين وايي د ماليزيا حکومت په کور دننه لا ددغسې يوې تولې په موندلو نه دى بريالى شوى.

٢٠١٠ کال په ماليزيا کې له تاوتريخوالي سره پيل شوى و. د يوه قاضي تر دې حکم وروسته چې نامسلمانان هم د څښتن د يادولو پر مهال د الله ټکى کارولى شي، پرلسگونو جوماتونو او کليساگانو بريدونه وشول.

زيان چاته ونه رسېد خو دې پېښو له قومي لږکيو سره پر چلند او د مذهب د آزادۍ پر سر ژوره خواشيني رابرسېره کړه. ددې عمدتا" مسلمان هيواد د وگړو نژدې لسمه برخه مسيحيان جوړوي. ډېرئ نامسلمانان په قام يا چينيان او يا هنديان دي.

ترينگلتيا تر هغه وروسته خپره شوه چې يوې کاتوليکې ورځپاڼې پر مالي ژبه ايستلې گڼه کې د الله پر کلمه د حکومت له خوا لگېدلى بنديز وننگاوه.

ځينې اسلامي ډلې اندېښمنې وې چې له اسلام سره د دومره نژدې تړلې کلمي کارول د مذهب د اړولو لپاره يو چل کېدلى شي.

حکومت ددغې پرېکړې خلاف د استيناف غوښتنه کړې خو د قضاييه غونډې لپاره کومه نېټه لا نده ټاکل شوې.

اوس ددې حل لاره د صدراعظم نجيب رزاق په لاس کې ده چې هڅه کوي لا ډېر منځلارى وبرېښي. خو ځينې څېړونکي وايي چې د الله پر ټکي شخړې او پر لښتو د ښځو وهلو، د يوه منځلاري اسلامي هيواد په توگه د ماليزيا بڼې ته زيان اړولى دى.

ورته مطالب