'اوپرا وېنفري' شخصي تلوېزیوني چینل پرانیست

اوپرا وېنفري
Image caption "اوپرا وېنفري شو" پروګرام په تېرو ۲۵ کلونو کې ډېر مینه وال پیدا کړي دي.

مریکايي سینمايي لوبغاړې "اوپرا وېنفري" هوډ لري چې د "او ډبلیو اېن" په نامه یو خصوصي تلوېزیوني چینل جوړ کړي.

پر دغه تلوېزیون به "ديسکاوري" تلوېزیوني شبکه څارنه کوي.

د دغه نوي تلوېزیون د جوړېدو پرېکړه دوه ځلې ځنډول شوې، چې د رپوټونو له مخې یې لګښت تر ۱۸۹ میلیون ډالرو پورې رسېږي.

دغه شبکه هوډ لري چې د "ډیوک یارک" په نامه یو پروګرام وچلوي، چې "ریلټي شو" هم ورته وايي.

وېنفري په تېرو ۲۵ کلونو کې د خپل "اوپر وېنفري شو" د پروګرام له برکته ډېر مینه وال پیدا کړي دي.

نوی تلوېزيون به د ښځو په اړه مثبتې خپرونې کوي.

د دغه تلوېزيون د پرانيستلو پرمهال آغلې وېنفري خپلو مينه والو ته د يوه پيغام له لارې وويیل چې "د يوې داسې تلوېزيوني شبکې د جوړولو هوډ لرم چې تاسو خپل خوبونه په کې ريښتيا کړﺉ. "

په دغه نوي تلوېزيوني چينل کې د کاناډايي سندرغاړې "شانیا توېن" لخوا د "وای ناټ" په نامه پروګرام هم خپرېږي.