د پاکستان له واکمن ایتلافه 'متحده قومي غورځنګ' ووت

ښاغلی ګیلاني په پارلمان کې
Image caption ايم کيو ايم په قومي اسمبلۍ کې ۲۵ غړي لري او دا مهال حکومت د ۳۴۲ غړو پارلمان کې ۱۸۱ غړي درلودل چې د ايم کيو ايم له پرېکړې سره د ۱۷۲ اکثريت ډېر راپرېوتى دى.

د پاکستان له واکمن ايتلاف څخه د دويمې سترې ډلې له وتلو وروسته د 'پيپلز پارټۍ' په مشرۍ حکومت په پارلمان کې خپل اکثريت له لاسه ورکړى دى .

د کتونکو په باور له واکمنه ایتلافه د 'متحده قومي غورځنګ' دغه تصمیم د پاکستان د ایتلافي حکومت پر مخ یوه درنه څپيړه ده.

'متحده قومي غورځنګ' یا MQM فساد او د بیو لوړېدل د خپلې پرېکړې اساسي دلیلونه بولي.

ايم کيو ايم په قومي اسمبلۍ کې ۲۵ غړي لري او دا مهال حکومت د ۳۴۲ غړو پارلمان کې ۱۸۱ غړي درلودل چې د ايم کيو ايم له پرېکړې سره د ۱۷۲ اکثريت ډېر راپرېوتى دى.

د ډېرو په اند له پيپلز گوند سره سياسي اختلافونه په ځانگړې توگه د سند ايالت کې ناندرۍ چې د پيپلز گوند د يوه ايالتي وزير لخوا په ايم کيو ايم نيوکو سره رامنځ ته شوې وې، رول لري.

د سند د کورنیو چارو ايالتي وزير څو اوونۍ وړاندې د ايم کيو ايم ډله د بې امنيتۍ په پېښو کې لاس درلودو تورنه کړې وه.

د اکثريت له لاسه ورکولو سره اوس د حکومت د راتلونکې په اړه ډېرې پوښتنې راپورته شوې دي. خو لومړى وزير يوسف رضا گيلاني د ايم کيو ايم له پرېکړې وروسته خبريالانو ته ويلي "که ټول متحدين هم جلا شي، نو حکومت به سقوط نه کوي."

ددې نه وړاندې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ جمعيت علماء اسلام ډلې چې په قومي اسمبلۍ کې اته غړي لري، هم حکومت څخه خپله لاره بېله کړې وه.

په گوندي حساب لويو متحدينو کې يوازې د 'عوامي نېشنل' گوند له حکومت سره پاتې دى چې په پارلمان کې ۱۳ غړي لري.

خپله د پيپلز گوند ۱۲۷، د نواز شريف په مشرۍ مسلم ليگ ۹۱، د مسلم ليگ (ق) ۴۹ او قبايلي سيمو نه ۱۱ غړي او نورې غټې وړې ډلې څو چوکۍ لري.

Image caption د یوسف رضا ګیلاني حکومت دا مهال د طالبانو له لوري د بغاوت د پراخېدو په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی.

ډېر شنونکي په دې اند دي چې د حکومت راتلونکې اوس تر ډېره د نواز شريف تر مشرۍ لاندې مسلم ليگ پورې اړه لري، او په ظاهره داسې ښکاري چې دا گوند غواړي اوسنى حکومت خپله ټاکلې موده پوره کړي.

له دې منځه واکمن ایتلاف د اکثریت د جوړولو لپاره ۱۷۱ سیټونو ته اړتیا لري چې د ایم کیو ایم په همدغه ۲۵ سیټونو سره ایله له اکثریت نه یو څه ورپورته دی.

د روانې میاشتې په پیل کې یو بل وړوکی ګوند "جمعیت علمای اسلام" یا (JUI) هم له فدرالي حکومت نه د دغه ګوند د یوه وزیر په شړل کېدو پسې له ایتلاف نه ووت.

د یوسف رضا ګیلاني حکومت دا مهال د طالبانو له لوري د بغاوت د پراخېدو په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی.

ورته مطالب