د سوډان ولسمشر عمرالبشیر جنوبي 'جوبا' ته ولاړ

ښاغلی البشیر
Image caption اټکل کېږي چې د سوډان ولسمشر به په جوبا کې د خلکو یوې لویې غونډې ته وینا وکړي، خو د هغه نژدې کسانو بیا د وینا په اړه څه نه دي ویلي.

د سوډان ولسمشر عمرحسن البشیر پنځه ورځې مخکې له دې چې د سوېلي برخو برخلیک مالوم شي، د دغه هېواد جنوبي ښار 'جوبا' ته رسېدلی او هلته به د سوډان د ازادۍ د ملي ګوند له مشر 'سالفا کیر' سره وګوري.

دواړه مشران به د جنوب د جلا کېدو پر مساله خبرې کوي.

د خبرو په اجنډا کې د اوبو د وېش او د نفتو د عوایدو مسالې هم مطرح کېږي.

ښاغلی بشير پنځه ورځې مخکې له دې چې د جنوب د برخلیک په اړه ټولپوښتنه وشي، سیمې ته تللی دی.

د سوډان په سوېل کې د ټولپوښتنې د استازۍ دفتر ويلي چې "سل په سلو کې خپل کار پيلولو ته چمتو یو" .

ټاکل شوې ده چې د روانې جنورۍ پر نهمه د سوېل د برخلیک په اړه ټولپوښتنه وشي.

د ټولپوښتنې د استازۍ د دفتر مشر چان ریک مادوت ویلي شاوخوا څلور میلیونه کسان یې رای اچولو ته راجستر کړي دي، چې په سلو کې تر ۹۵ کې ډېر یې د سوډان د جنوب وګړي دي.

دغه ټولپوښتنه د پلي کېدو لپاره د رايه ورکوونکو ۶۰ سلنې ته اړتيا لري.

د ۲۰۰۵ کال د جنوب او شمال ترمنځ د سولې په تړون کې دا فقره هم شته چې ټولپوښتنه به ترسره کېږي.

Image caption د سوډان سوېل له حکومتونو شکایت کوي چې ګني د مور او مېر چلند ورسره کوي.

هلته داسې وېرې هم وې چې ګني د سیاسي بې ثباتۍ او د بېخ بناوو د کمزورۍ له امله ښايي چې ټولپوښتنه وځنډول شي، چې دا مهال هم خبریالان د تاوتریخجنو پېښو وړاندوېینه کوي.

په تېر نومبر میاشت کې د ټولپوښتنې لپاره د رای ورکوونکو د پڅ بهیر د پرمختګ له امله د نوم لیکنې بهیر یوه بله اوونۍ وغځول شو، خو د تېر دسمبر پر ۸ یې نېټه پای ته ورسېده.

مادوت وايي رای پاڼې به د راتلونکې سه شنبې تر ورځې پورې په ټولو مرکزونو کې موجودې وي، چې په وینا یې "د دې لویې ورځې لپاره موږ ۱۰۰ په سلو کې چمتو یو."

"پوره چمتووالی "

نوموړی زیاتوي، لاهم ځینو ازمایښتونو او په تېره بیا په لیرو کلیوالو سیمو کې د رای اچولو په تړاو مخکې له مخکې چمتووالي ته اړتیا ده، خو دا به د ټولپوښتنې پر بهیر کوم اغېز ونه کړي.

د سوډان سوېل په سلو کې تر ۹۵ رای ورکوونکي جوړوي، په داسې حال کې چې پاتې نور بیا سوېلي وګړي په شمالي سوډان کې اوسېږي.

په جوبا کې د بي بي سي خبریال پیټر مارتل وايي، دا شمېر په دې مانا دي چې ټولپوښتنه به ارو مرو په جنوب کې ترسره کېږي.

Image caption ټاکل شوې چې ښاغلی البشیر به د سوډان د ازادۍ د ګوند له مشر 'سلوا کیر' سره هم وګوري.

تمه ده چې دغه ټولپوښتنه به د سوډان د جنوب د جلا کېدا په موخه ترسره کېږي.

ولسمشر عمرالبشیر ویلي چې هغه به "د جنوب پر جلا کېدو لومړی اعتراف کوونکی وي."

اټکل کېږي چې د سوډان ولسمشر به په جوبا کې د خلکو یوې لویې غونډې ته وینا وکړي، خو د هغه نژدې کسانو بیا د وینا په اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې د سوډان سوېل تل د سوډان پر تېرو حکومتونو له دوی سره د مور او مېرې د چلند نیوکې کولې.

د سوډان جنوب له شمال څخه ګڼ کولتوري، ديني، قومي او تاريخي توپیرونه هم لري.

ورته مطالب