۲۰۱۰، د خبریالانو لپاره خونړی کال

پاکستاني خبریالان
Image caption په تېر ۲۰۱۰ کال کې یوازې په پاکستان کې ۱۱ خبریالان وژل شوي دي.

د 'بې پولې خبریالانو' ټولنې په کلني رپوټ کې راغلي چې په تېر ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې که څه هم په جګړه ییز ډګر کې د خبریالانو د وژل کېدا کچه ر اټيټه شوې، خو په دغه کال کې ۷۸ خبریالان وژل شوي دي.

له دې شمېرې څخه ۵۷ خبریالان د خپلې کاري دندې پرمهال وژل شوي.

خو پوښتنه دا ده چې د خبريالانو په وژلو کې څوک لاس لري، په جرمونو کې ښکېل کسان، وسله والې ډلې، مذهبي توپير ته لمن وهونکي او یا هم حکومتي استخباراتي چارواکي؟

ګڼ کارپوهان په دې اند دي چې د دې پوښتنې ځواب څه اسانه کار نه دی.

د 'بې پولې' خبریالانو د رپوټ پر بنسټ، د اسیا لویه وچه د خبریالانو لپاره ډېره خطرناکه سیمه وه، چې په تېر ۲۰۱۰ کال کې هلته شاوخوا ۲۰ خبریالان وژل شوي، چې یوازې ۱۱ یې په پاکستان کې ول.

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، له څه مودې راهیسې په پاکستان، عراق او مکسیکو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې مخ پر ډېرېدا دي، او خبریالان د مذهبي ډلو لخوا په نښه کېږي.

سرچینه وايي چې ځانمرګو بریدونو هم د خبریالانو پر ژوند اغېز کړی دی.

د رپوټ پر بنسټ، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې تېر کال ۵۳۵ خبریالان او ۱۵۲ وېبلاګ لیکونکي نیول شوي دي، پر خبریالانو ۱۳۷۴ بریدونه شوي، یا هم ګواښل شوي او ۵۰۴ رسنیزې ادارې د سانسور ښکار شوې دي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشر 'ران فرانکو جولیارډ' وايي منظمې مجرمې ډلې او اروپکې ډلې په ګرده نړۍ کې د خبریالانو په وژنه کې لاس لري.

نوموړي پر هغو هېوادونو چې خبریالان پکې وژل شوي، غږ کړی چې یا دې د خبریالانو په وژنو کې دې ښکېل کسان ونیسي، که نه داسې ښکاري چې د همدې هېوادونو چارواکي په دې جرم کې له هغوی سره شریک دي.

دغه ټولنه وايي چې د تېرو ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو په پرتله په تېر ۲۰۱۰ کې د خبریالانو د تښتولو پېښې زیاتې شوې دي.

Image caption د رپوټ پر بنسټ، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې تېر کال ۵۳۵ خبریالان او ۱۵۲ وېبلاګ لیکونکي نیول شوي دي، پر خبریالانو ۱۳۷۴ بریدونه شوي، یا هم ګواښل شوي او ۵۰۴ رسنیزې ادارې د سانسور ښکار شوې دي.

په تېر ۲۰۰۹ کال کې ۳۳ او په ۲۰۰۸ کال بیا ۲۹ خبریالان تښتول شوي، خو په تېر ۲۰۱۰ کې بیا ۵۱ خبریالان برمته شوي دي.

د رپوټ پر بنسټ، خبریالان د پیسو د ترلاسه کولو، یا له حکومتونو نه د خپلو غوښتونو د پوره کولو یا د خپل پیغام رسولو لپاره تښتول شوي دي.

له بل پلوه ۱۲۷ خبریالان د حکومتونو او بېلابېلو ډلو له وېرې او ترهونې وروسته له خپلو هېوادونو نه تېښتې ته اړ شوي دي.

رپوټ کاږي چې یوازې له ایران څخه ۳۰ خبریالانو په نورو هېوادونو کې پنا اخیستې ده.

په همدې تېر کال کې د کیوبا ۱۸ خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

په همدغه کال کي د کيوبا اتلس خبريالان بی وطن شول.

ورته مطالب