هند او پاکستان کې ساړه ژوند سخت کړی دی

ساړه
Image caption ډېری خلک له سړو نه د خونديتوب وسايل نه لري.

د هند په شمال کې ستوغې سړې هوا له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه لس کسان مړه شوي دي. کنګلونکې هوا په ګاونډي پاکستان کې هم خلکو ته ژوند ستونزمن کړی دی.

د پاکستان په لاهور کې د سړو درجه ان دوو سانټي ګرېډو ته لوېدلې ده. ګرد او لوخړې چې پر له پسې ډول پر ډېرو سيمو خپرې دي، ساړه یې نور هم زيات کړی دی.

دغه ګرد او لوخړو نه يوازې په هوايي دګرونو، د اورګاډي کرښو او سړکونو کې ستونزو جوړې کړې بلکې د تودوخې توليدونې درې بټۍ يې هم درولې دي.

Image caption لوخړو او ګرد پر سړو سربېره هوايي ډګرونه او لارې هم بندې کړې دي.

د بشری چارو د همغږۍ لپاره د ملګريو ملتونو دفتر په خپل وروستي راپور کې ويلي چې د ګېلګېت او پښتونخوا به شمالي سيمو کې د سړو درجه د کنګلېدنې له کچې لوېدلې او ۳ نيم زره کورنۍ چې د تېرو اوړي سېلابونو کې زيانمنې او اغېزمنې شوې، د ژمي به اوږدو کې به مرستو ته اړتيا ولري.

د ملګريو ملوتو دفتر وايي سره له دې چې د سند او جنوبي پنجاب په څېر په نورو سېلاب ځپلو سيمو کې ساړه ډېر ستوغ نه دی، خو خلک په کې کمپلو او تودو جامو ته بيړنۍ اړتيا لري.

دغه اداره وايي په سند کې د دوو ولسواليو ځينې برخې به د نورو دوو مياشتو لپاره د سېلابونو په اوبو کې ډوبې پاتې وي.

د هند په شمال کې د ساړه ثبتونې ښيي چې د تودخې درجه د منځنۍ کچې په پرتله دوه او بنځه درجې کمه ده.

په پلازمېنه نوی ډلي کې د شپې مهال ساړه ۴،۳ سانټي ګرېډ درجو ته لوېدلی دی. د هند شمال بېلا بېلو برخو کې ښوونځي اړ شوي چې خبلې دروازې وتړي.

Image caption د کشمير مشهور جهيل هم تر يوې اندازې کنګل شوی دی.

په داسې حال کې چې په ډېری شخصي استګنځيو او کورونو کې د تودونې سيسټم او نظام نشته نو ساړه په ځنګړی دول مشرانو ته خطر جوړوي.

په کشمير دره کې د سړو درجه ان منفي ۱۶ سانټي ګرېډ ته لوېدلې ده، او د ډال په نامه مشهور جهيل تر يوې اندازې کنګل شوی دی.