سوډان: يو او که دوه هېوادونه؟

سوډان په افريقا تر ټولو ستر هېواد دی، خو هغه ټولپوښتنه چې د جنورۍ په ۹ مه ترسره کېږي، کېدی شي له مخې يې اوسنی سوډان په شمال او جنوب دوو هېوادونو ووېشل شي.

اټکلونه دا ښيي چې د جنوب ډېری وګړي به د بېلتون په ګټه رايه ورکړي. دلته دغه نقشې د شتمن او بډای شمال چې ډېری وګړی یې عربان او مسلمانان دي، او د بېوزلي جنوب ترمنځ چې وګړي يې د کلونو جګړې له اغېزو او اقتصادي ودې او پرمختيا کې له نيمګړتياوو رنځ ګالي، ريښتينې تشه څرګندوي.

سوډان: يو وېشل شوی هېواد

د سوډان د شمال او جنوب ترمنځ توپير او بېلوونکې کرښه ان له بهرنۍ فضا هم ليدل کېدی شي. لکه د امريکا د فضايي چارو ادارې، ناسا د سپوږمکۍ دغه انځور يې چې ښيي د شمالي ولايتونو ډېرې مځکې د يوې بېديايي بړستن په څېر ښکاري چې يوازې د نيل خړوبه ليکه يې ماتوي. خو جنوبي سوډان بيا د ورشوګانو په زرغونو سيمو، اوبلنو مځکو، او هم استوايي ځنګلونو پوښل شوی دی.

د شمالي سوډان ډېری وګړي مسلمانان دي او د ګړېدا ژبه يې هم عربي ده. خو جنوبي سوډان کې بيا څه د پاسه ۲۰۰ توکميزې ډلې او قومونه ژوند کوي چې لوی يې د ډينکا او نوير قومونه دي. د جنوبي سوډان هره توکميزه ډله او قوم خپله ژبه او ځانګړې عقيده او دين لري.

د ماشومانو د مړينې په اړه شمېرنې ښيي چې د سوډان د شمال او جنوب ترمنځ په روغتيايي پاملرنه کې تشه څومره ستره ده. په جنوبي سوډان کې د هرو ۱۰ زېږېدليو ماشومانو له منځه يو ماشوم د خپل عمر په لومړي کال مري. خو په شمالي ولايتونو کې بيا د مرګ منځنۍ کچه د هرو ۲۰ زېږېدليو ماشومانو له منځه د يو ماشوم مړينه ده.

د اوبو او روغتياپالنې خدمتونو هغو کچو ترمنځ چې د شمال او جنوب وګړي ترې برخمن دي، پراخه تشه ده. د پلازمېنې خرطوم او د سپين نيل او الجزيره ولايتونو اوسېدونکيو ترمنځ دوه پر درې برخه وګړي پاکو اوبو او هم د روغتياپالنې شبکو ته لاسرسی لري. په مقابل کې په جنوبي سوډان کې د اوبو بنسټيزه سرچينه ژور څاګان دي او اوبه يې له درملنې او پاکونې پرته کارول کېږي. پر دې سربېره د جنوبي سوډان څه د پاسه ۸۰ سلنه وګړي تشنابونه نه لري.

د سوډان په لروبر کې لومړنيو ښوونځيو او زده کړو ته لاسرسی په پياوړي ډول د کورنيو له عايداتو سره تړلی دی. د جنوبي سوډان ترټولو بېوزليو سيمو کې د هغو ماشومانو د شمېر انډول چې لومړنيو ښوونځيو کې زده کړې بشپړوي په سلو له ٪۱ کم دی. په داسې حال کې چې په شتمن شمال کې، چې د کورنيو عايدات يې ښه دي تر ٪۵۰ سلنې پورې ماشومان د لومړۍ کچې زده کړې بشپړوي.

په سوډان کې د خوړو ډاډمنۍ نشتوالي ستر لامل شخړې او بېوزلي ده. د بېلګې په ډول په دارفور کې جګړه د دې لامل شوی چې د دغې سيمې وګړي په بنسټیز ډول د خوړو پر بهرنيو مرستو تکيه وکړي. خو په شمالي ولايتونو کې چې شتمني او ښاري کېدنه په کې ډېره خپره ده او پر کرهڼه په کې ډېره تکيه نه کېږی نو د خوړو مرستو ته په کې اړتيا خورا ډېره کمه ده.

سوډان هر کال د مليارډو ډالرو په لګښت تېل او نفت صادروي. جنوبي ولايتونه د دغو ټولو صادراتو ۸۰ سلنه برخه جوړوي، خو د عايداتو يوازې ۵۰ سلنه يې ترلاسه کوي، چې له امله يې له شمال سره تاوتريخوالی زيات شوی دی. د ابيې سيمه چې په تېلو بډايه ده، د سوډان د شمال او جنوب ترمنځ پرته ده. دا چې له شمال سره يو ځای کېږی او که له جنوب سره، ټاکل شوې د دغې سيمې په اړه يوه بېله ټولپوښتنه هم ترسره شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .