په چین کې د پلرونو د ساتنې د اجباري کېدا قانون

یو چینایی بوډا
Image caption چينايي حکومت د زیات عمر د پلرونو د زیاتوالي له امله اندېښمن دی.

چینايي چارواکي هغه قانون څېړي چې له مخې به یې د ډېر عمر بوډا کسان د خپل اولاد لخوا ساتل کېږي او دا به یو اجباري قانون ګرځي.

د دغې مسودې له مخې، چې لا پاس شوې نه ده، د چین حکومتي رسنیو یې په اړه خبر ورکړی، وايي چې بوډا کسان له محکمې څخه دا غوښتنه کولی شي چې زامن یې وساتي او پالنه یې وکړي.

د ویلو ده چې چین د متقاعدو کسانو او د بوډا او زیات عمر خلکو د زیاتوالي له ستونزې سره مخامخ دی.

څارونکي وايي چې د پلرونو ساتنه او پالنه د چین د کولتور او میراث یوه برخه ده، خو د کډوالۍ څپو پرې ډېر اغېز کړی او د کورنۍ جوړښت یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

شمېرې ښيي چې د چین د وګړو په سلو کې ۸۰ یې تر ۶۰ ډېر کاله عمر لري، او تر نیمايي ډېر یې له کورنیو جلا ژوند کوي.

په چین کې د نسل د زیاتوالي د مخنيوي قانون چې له تېرو لسو کلونو راهیسې پلی کېږي، د دې لامل شوی چې د کارګرو او مامورینو شمېر راټيټ او د زیات عمر د پلرونو او اړمنو کسانو شمېر زیات شي.

که څه هم په چین کې د ټولنیزو پالنو د مرکزونو شمېر ډېر دی، خو چارواکي بیا اندېښمن دي چې له کورنیو په جلا ژوند کې د بوډا کسانو د نه رعایت له امله د دوی د مړینې کچه لوړه شوې ده.

په کورنیو چارو کې یو مدافع چینايی وکیل وايي چې دغه نوی قانون به اجباري وګرځول شي.

دا مهال د چین د وګړو شمېر ۱۷۶ میلیون ته رسېدلی، چې د زیاترو ژوند ژوند یې تر ۶۰ کلنۍ اوښتی، او نژدې یو میلیون خو یې ان ۸۰ کلنۍ ته رسېدلي دي.

ورته مطالب