څېړنه: د ښځو اوښکې"د سړیو جنسي رغبت کمزوری کوي"

سترګه
Image caption په راتلونکې څېړنه کې پر ښځو د نارینه وو د اوښکو په اړه ازموینه کېږي.

د اسراییلو وایزمن انستېتیوت پوهانو د یوې تازه څېړنې په پایله کې ویلي چې د ښځو اوښکې د نارینه وو پر جنسي رغبت منفي اغېز کوي.

پروفیسور نعوم سوبل بي بي سي ته وویل چې د ښځو اوښکې د انسان په بدن کې د "تستوستیرون" مادې د کچې د ټيټوالي لامل ګرځي، چې دغه ماده د نارینه وو د جنسي رغبت مسؤوليت پرغاړه اخلي.

د پوهانو ډله پلان لري دا هم معلومه کړي چې د نارینه وو اوښکې پر ښځو څه اغېز لرلی شي.

دغو پوهانو پر ځینو هغو ښځو دا ازموینه کړې، چې ډېر غمګین موثر فیلمونه ګوري.

بیا یې د دغو ښځو په اوښکو لامده دسمالونه ازمویلي، پر ځينو نورو دسمالونو یې مالګین محلول وهلی او بیا یې داوطلبه نارینه وو ته ورکړي، چې د دغو ښځو مخونو د کتلو پرمهال دغه دسمالونه بوی کړي.

بیا دا تجربه د دسمالونو په بدلولو ترسره شوې ده.

څېړونکي وايي په پای کې دې پایلې ته ورسېدل، کله چې دغو نارینه وو په اوښکو د لمدو دسمالونو د بویولو پرمهال د ښځو مخونو ته کتل، نو جنسي رغبت یې لږ و، خو کله یې چې پر مالګین محلول لامنده دسمالونه بویول، نو د جنسي رغبت کچه یې لوړه شوې وه.

دوی وايي چې د ښځو په اوښکو د لمدو دسمالونو د بویولو پرمهال د نارینه وو د "تسوستیرون" کچه په سلو کې ۱۳ ټيټه وه.

Image caption څېړنه وايي چې د ښځو په اوښکو د لمدو دسمالونو د بویولو پرمهال د نارینه وو د "تسوستیرون" کچه په سلو کې ۱۳ ټيټه وه.

همداراز، د زړونو نبض یې ټيت او د پوستکي د تودوخې کچه یې هم ټيټه وه، چې په دې سره دا پایله راووتله چې د جنسي رغبت کچه یې هم راټيټه شوې ده.

پروفیسور سوبل ویلي دغې تجربې ثابته کړه چې "هغه کیمیاوي نښې چې د یوه انسان لخوا وبل ته استول کېږي، پر کړو او خوی یې اغېز کوي."

نوموړی زیاتوي، د څېړنې د پایلې په اړه ګڼې پوښتنې راپیدا شوې، چې دغه کیمیاوي ماده څرنګه اشارې استوي.

ورته مطالب