د کانګرېس یوه غړې په ډزو ویشتل شوې

آغلې جېفورډز
Image caption ۴۰ کلنه مېرمن جېفورډز باندې هغه مهال له نژدې ډزې وشوې په ټوکسن ښار کې په يوه عام فعاليت کې برخه اخيسته.

د امريکا د کانګرېس يوه غړې ګابرېيل جېفورډز په ارېزونا کې د يوه عام فعاليت پر مهال پر سر ويشتل شوې ده.

په لومړيو کې راپورونو ويلي وو، چې نوموړې وژل شوې، خو د هغه روغتون وياند چې دا په کې تر ور وړل شوې ويلي دا له بريده ژوندۍ وتلې او له هماغه راهيسې تر درملنې لاندې ده.

۴۰ کلنه مېرمن جېفورډز باندې هغه مهال له نژدې ډزې وشوې په ټوکسن ښار کې په يوه عام فعاليت کې برخه اخيسته.

په پېښه کې يو شمېر نور خلک هم لګېدلي دي، او د يو ماشومې په ګډون لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوی دي. شکمن بريدګر نيول شوی دی.

ولسمشر اوباما وويل نه پوهېږي د دغو ډزو ترشا به څه وي؟:

"يو شکمن کس اوسمهال په بند کې دی. خو موږ لا تر اوسه نه پوهېږو چې څه شي به دغه وېروونکی عمل پارولی وي. اوسمهال يوه بشپړه پلټڼه روانه ده، او د (FBI) مشر باب مولر زما په امر ارېزونا ته پر لار دی چې د دغو هلوځلو په همغږۍ کې مرسته وکړي. ما په استازيو جرګه کې له ديموکرات او جمهوريت غوښتونکيو مشرانو سره هم خبرې کړې دي. "

۲۲ کلن برید کوونکی نیول شوی، چې دا مهال د یوه بل شکمن تښتېدلي برید کوونکي د نیولو هڅې روانې دي.

ځايي رسنیو ویلي برید کوونکی آغلې جېفورډز ته نژدې ورغی او پر هغې یې ډزې وکړې، چې پر سر ولګېده.