د تونس حکومت: ټول ښوونځي او پوهنتونونه دې وتړل شي

زین العابدین بن علي
Image caption د تونس ولسمشر زین العابدین بن علي د یوه کال په اوږدو کې د ۳۰۰ زره دندو د پیدا کولو اعلان کړی دی.

د تونس حکومت تر راتلونکي امر پورې په هېواد کې د ټولو ښوونځیو او پوهنتونو د تړلو امر کړی دی.

دغه امر د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ تر نښتو وروسته شوی دی.

د تونس په په لوېدیځ کې د شنبې او یکشنبې ورځو په تاوتریخوالو کې ۱۴ تنه ووژل شول، چې دا له څو لسیزو راهیسې په تونس کې تر ټولو سختې شخړې بلل شوی دي.

په ټول تونس کې به ښوونځي او پوهنتونونه د سه شنبې له ورځې وتړل شي او حکومت د تېرو دریو اوونیو د تاوتریخوالو د مسؤولینو د موندلو په اړه څېړنې پیل کړې دي.

لاریوني چې زیاتره یې ځوانان دي په ټول هېواد کې مظاهرې پیل کړي، دوی د ښو کاري فرصتونو او زیاتې ازادۍ غوښتنه کوي.

د تونس ولسمشر زین العابدین بن علي د یوه کال په اوږدو کې د ۳۰۰ زره دندو د پیدا کولو اعلان کړی دی.

ګډوډي ان شاوخوا یوه میاشت وړاندې هغه وخت پیل شوه کله چې د پوهنتون څخه فارغ شوي کس ځان ته اور واچاوه.

پولیسو د هغه مېوې او سبزۍ ترې ضبط کړې او ورته ویلي یې و چې پرته له اجازې دا کار کوي.

دا د ولسمشر زین العابدین بن علي لپاره چې له شاوخوا ۲۳ کلونو راهیسې یې پر دې هېواد حکومت کړې یو ستر ګواښ بلل کېږي.

ښاغلي زین العابدین د دوشنبې په ورځ د ټونس د ملي ټلویزیون ل لارې د لاریون کوونکو ترهګر عملونه وغندل او ویې ویل چې د دغو ګډوډیو تر شا د بهرنیانو لاس دی، چې لږترلږه ۲۰ تنه پکې ووژل شول او په لسګونو نور پکې ټپیان دي:

Image caption په پلازمېنه تونس کې چې ارام او له سولې ډک ښار بلل کېده، زده کوونکو د پولیسو د بې رحمانه عمل پر وړاندې لاریونونو ته مخه کړه.

''درنو هېوادوالو، موږ پر ټولو هغو کسانو غږ کوو چې د هېواد د ګټو خلاف عمل کوي، او زموږ له ځوانانو او ماشومانو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ناوړه ګټه اخلي، دوی د تاوتریخوالي او ګډوډۍ لور ته ټېل وهي، زه دوی ته په ډاګه وایم چې قانون به برلاسی شي هو قانون به برلاسی شي.

موږ کوښښ کوو چې د دغو ډلو او کسانو حالات په پام کې ونیسو او قانوني چلند ورسره وکړو. او موږ له خپلو هغو پروګرامونو ملاتړ کوو چې له مخې به یې کاري زمینې برابرې او بې روزګاري ختمه شي''.

په پلازمېنه تونس کې چې ارام او له سولې ډک ښار بلل کېده، زده کوونکو د پولیسو د بې رحمانه عمل پر وړاندې لاریونونو ته مخه کړه.