په هند کې د ديني مراسمو ټېل ماټېل ۶۴ کسان مړه کړل

کیرالا
Image caption د هند دا ډول دیني مراسمو ته هر کال میلیونونه زیارت کوونکي ورځي.

لږ ترلږه ۶۴ زيارت کوونکي د هندوستان د کيرالا د جنوبي ايالات په مذهبي مراسمو کې تر پښو لاندې کېدو وروسته مړۀ شوي دي.

د ايالت د روغتيا وزير وايي چې ۷۵ نورپه روغتونو کې تر تداوۍ لاندې دي.

زيارت کوونکي له يوې غرنۍ سيمې د هندوانو له يوه زيارته راروان ول چې له دې پېښې سره مخامخ شول.

دغه زیارت کوونکي چې د سپاریمالا له سپېڅلي هندي ځایه روان ول، مړه شوي دي.

هندي چارواکو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو هم ویلي دي.

د کیرالا ایالت د کورنیو چارو وزیر کودییري بلاکریشنان فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې تر دې مهاله ۶۴ مړي موندل شوي، او تر ۷۵ ډېر نور ټپيان یې روغتونونو ته وړي دي.

سلګونه زره زیارت کوونکي د تېرې جمعې په ورځ چې د دیني مراسمو وروستۍ ورځ وه، راغونډ شوي ول.

هر کال هلته میلیونونه زیارت کوونکي ورځي.

Image caption څارونکي وايي چې دا ډول پېښې د هندي ديني مراسمو پر مهال کومه د حیرانتیا پېښه نه ده.

رپوټونه وايي چې پېښه پر لاره د یوه ګاډي د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

دوی وايي چې ګاډی له زیارت کوونکو سره ټکر شو، خو 'ټایمز اف انډیا' ورځپاڼې لیکلي چې پر لاره ګاډی د ټکر له امله واوښت چې د ګڼو خلکو د مرګ ژوبلې او تر پښو لاندې کېدا لامل شو.

څارونکي وايي چې دا ډول پېښې د هندي ديني مراسمو پر مهال کومه د حیرانتیا پېښه نه ده.

تېر کال هم په هند کې دې وروته پېښې لسګونه کسان مړه کړل.

ورته مطالب