د محمد الغنوشي ژوند

محمد الغنوشي
Image caption محمد الغنوشي له ټولو خواوو د هغه په وینا د "ملي روحیې" د پیاوړې کولو او له تاوتریخوالي د لاس اخیستو غوښتنه وکړه.

د تونس لومړي وزیر محمد الغنوشي د ولسمشر زین العابدین تر استعفی ورکولو وروسته اعلان کړی، چې د موقت حکوم ولسمشر به دی وي.

محمد الغنوشي د ۱۹۴۱ د اګست پر ۱۸مه د تونس په 'سوسة' کې زیږېدلی دی.

هغه د ۱۹۹۹ د نومبر له ۱۷مې راهیسې تر اوسه د تونس لومړی وزیر و.

لومړۍ زده کړې یې په سوسه او بیا یې د تونس پوهنتون کې سیاسي او اقتصادي علوم لوستي دي.

مخکې له دې چې هغه په ۱‍۹۷۵ کال کې د پلان د عامې ادارې مدیر شي، پر یو شمېر دولتي څوکیو پاتې شوی دی .

د ۱۹۸۷ له اکتوبر څخه وروسته د لنډ وخت لپاره تر زین العابدین بن علي الحکم وروسته الغنوشي د پلان وزیر هم شو، او بیا د مالې او اقتصاد وزارت وزیر هم شو.

نوموړی په ۱۹۹۹ کې د تونس لومړی وزیر شو.

الغنوشي تل د اقتصادي چارو د پرمختیا هڅه کوله.

هغه په تونس کې د واکمن ګوند "دستوري دیموکرات اتحاد" مشر هم دی، نوموړی د ۲۰۰۸ په سپتمبر کې د دغه ګوند مشر وټاکل شو.

او د۲۰۱۱ د جنورۍ پر ۱۴مه، د تونس پر رسمي تلوېزیون راښکاره شو او خپل ځان یې د زین العابدین بن علي ځایناستی موقت ولسمشر اعلان کړ.

نوموړي له ټولو خواوو د هغه په وینا د "ملي روحیې" د پیاوړې کولو او له تاوتریخوالي د لاس اخیستو غوښتنه وکړه.

ورته مطالب