د جنورۍ ۱۲مه، د تاريخ په پاڼو کې

Image caption ۱۹۰۶- فرانسوی پيلوټ 'هنري فارمان' د اروپا لومړنی پيلوټ شو چې د اروپا چارپېره سفر وکړي

۸۸۸- 'دوکې اودو' د لوېديځې فرانسې پاچا شو

۱۸۷۴- امريکايي ځواکونه پر 'هونولولو' ورښکته شول چې د هغه ځای پاچا وژغوري

۱۸۹۳- د برتانيا د کارګر ګوند خپل لومړنی مشر وټاکه

۱۹۰۶- فرانسوی پيلوټ 'هنري فارمان' د اروپا لومړنی پيلوټ شو چې د اروپا چارپېره سفر وکړي

۱۹۱۵- په ايټاليا کې سخته زلزله وشوه چې شاوخوا ۲۹۸۰۰ کسان يې مړه کړل

۱۹۲۴- د مصر وفد ملتپال ګوند د هغه هېواد پارلماني ټاکنې وګټلې

۱۹۲۷-امريکا او مکسيکو د تېلو پر سر جګړه وکړه

۱۹۴۳- هتلر د عمومي جګړې اعلان وکړ

۱۹۵۱- جرمن جنرال ايف کريستين په هالند کې له وخته مخکې له بنده خلاص شو

۱۹۵۸- د ۴۳ هېوادونو ۹۰۰۰ ساينسپوهانو له ملګرو ملتونو پر اټومي ازموينو د بنديز غوښتنه وکړه

۱۹۸۷ - د امريکا په نيويارک د مافيا اووه مشران هر يو په ۱۰۰ کلونو بند محکوم شول

۱۹۹۱- د امنيت شورا مشر جاوير پيرز د عراق له ولسمشر صدام حسين سره وکتل.

ورته مطالب