د تونس ولسمشر عربستان ته تښتېدلی

زین العابدین بن علي
Image caption فرانسې ويلي وو چې ولسمشر بن علي ته به په فرانسه کې ځای ورنه کړي.

د يوې دراماتيکې ورځې په پاى کې د تونس ولسمشر زين العابدين بن علي له خپلې کورنۍ سره له هېواده وتښتېد سعودي عربستان ته وتښتېده. هغۀ نور ددې توان نۀ درلود چې د رژيم په اړه یې د خلکو د قهر او غصې مقابله وکړي.

تر دې وړاندې زرگونه لاریوني په تونس کې د کورنيو چارو پر وزارت چپاو يووړ، دا وزارت د ډېرو لپاره د فساد او بې اعتباره حکومت نښه بلل کېږي.

د کورنيو چارو له وزارت سره نژدې پوليس او احتجاج کوونکي سره ونښتل چې د هغوی د تیت پرک کولو لپاره پوليسو ډزې وکړې او اوښلن غاز یې وکاراوه.

په روانه اوونۍ کې د ټول هېواد په کچه تر ۶۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

تېره شپه مظاهره کوونکو گرځ بنديز ته له پام پرته د خپلو خوشاليو لپاره راوتي ول.

کله چې ولسمشر بن علي ته لوړپوړو جنرالانو وويل چې نور يې ملاتړ نه کوي، نو هغه له خپلې دندې استعفى وکړه او لومړي وزير محمد الغنوشي د موقت ولسمشر په توگه د قدرت چارې په لاس کې واخيستې.

له واک ترلاسه کولو وروسته ښاغلي غنوشي ژمنه وکړه چې د اصلاحاتو پروگرام به پلې کوي.

Image caption تېره شپه مظاهره کوونکو گرځ بنديز ته له پام پرته د خپلو خوشاليو لپاره راوتي ول.

په تونس کې د واک بدلېدو ته په خپل غبرگون کې ولسمشر اوباما ويلي د تونس د خلکو لخوا دمنل شوو حقونو لپاره دده په ټکو د پخو هڅو ستاينه کوي.

ده پر ټولو خواوو غږ وکړ چې له تاوتريخوالي ډده وکړي او د تونس له چارواکو یې وغوښتل چې ازادې او بې پرې ټاکنې وکړي.

امريکا د ولسمشر زين العابدين د واک پر مهال د تونس يو نژدې متحد و او نوموړى د ترهګرۍ پر ضد جگړې کې د امريکا نژدې ملګری بلل کېده.

د المان لومړۍ وزیر انگېلا میرکل هم ويلي هڅه به وکړي چې د تونس کړکېچ ته سوله یيز هوارى وموندل شي.

بېړنی حالت

د تونس تلوېزيون ویلي بېړنی حالت د دې معنا لري چې له درو زيات کسان په يو ځاى کې نه شي راغونډېدى.

Image caption په روانه اوونۍ کې د ټول هېواد په کچه تر ۶۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو سر منشي بانکي مون د تونس پر ناراميو د خبرو پر مهال د خلکو ازادۍ ته د درناوي غوښتنه کېړ ده.

وړاندې په دې اړه چې پخوانى ولسمشر زين العابدين چېرې دى، غوڅ معلومات نه وو، اوس وروستي معلومات وايي چې د هغه د سپرلۍ الوتکه د سعودي عربستان په 'جده' کې ښکته شوې ده.

مخکې فرانسې ویلي وو چې بن علي به خپلې خاورې ته نه پرېږدي.

د ولسمشر زین العابدین له تېښتې سره پارلمان هم ړنګ شوى او له ټاکلي وخت وړاندې د انتخاباتو ترسره کولو اعلان هم شوى دى.

ورته مطالب