څېړنه: د نړۍ نفوس په بې سارې توګه ډېرېدونکی دی

نایجریا
Image caption د وګړو شمېره به په ځانګړې توګه په وروستیو کې په پرمختلونکو هېوادونو کې زیاته شي، چې دا به د ۲۱ پېړې تر ټوله ستره ننګونه وي.

د برتانیا د تخنيکي چارو انستېتیوت یوې څېړنې په نړۍ کې د نفوسو د زیاتېدوپه اړه خبرداری ورکړی او ویل شوي چې د وګړو شمېر به په بې ساري توګه زیات شي.

په څېړنه کې ویل شوي چې په میلیاردونو وګړي به د لوږې، تندې او انرژۍ د کمښت له ستونزې سره مخامخ شي.

د برتانیې د تخنیکي چارو د انستېتیوت په سروې کې ویل شوي چې د نړۍ و ګړو اوسنی شمېر چې تر اوو میلیارو لږ دی، تر شپږو لسیزو وروسته به نهه نیم میلیاردو ته ورسېږي.

د وګړو شمېره به په ځانګړې توګه په وروستیو کې په پرمختلونکو هېوادونو کې زیاته شي، چې دا به د ۲۱ پېړې تر ټوله ستره ننګونه وي.

دغه راز د اقلیمي بدلون لپاره به یو بالقوه ګواښ رامنځ ته کړي.

څېړنه وايي ددې ستونزې د هواري لپاره سر له اوسه باید کوټلي ګامونه واخیستل شي، د بېلګې په توګه د باران اوبه او خوراکي مواد زېرمه شي.