له څو اونيزې ترينګلتيا وروسته د لبنان حکومت ړنګ شو

سعد حريري او حسن نصرالله

د لبنان ايتلافي حکومت حزب الله ته د وفادارو ۱۱ وزيرانو او دغه راز د ولسمشر ميشل سليمان د يوه بل پلوي وزير له استعفا وروسته ړنګ شوی دی .

دغه تازه پرمختيا د هغې څو اونيزې ترينګاليتا په پايله کې راغلې چې په 2005 کال کې د لومړي وزير رفيق حريري په وژنه کې د حزب الله د ښکېلتيا په تړاو د پلټنو له اړخه رامنځته شوې ده .

د لبنان ايتلافي حکومت، له ولسمشر اوباما سره په سپينه ماڼۍ کې ، د وژل شوي لومړي وزير د زوی او اوسني لومړي وزير سعد حريري د ليدو پر مهال ړنګ شو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلينټن له قطر څخه د ليدو پر مهال ويلي چې په لبنان کې د دغه تازه سياسي کړکېچ د رامنځته کوونکو هدف د رفيق هريري د وژل کېدو له اړخه د عدالت د پلي کېدو مخنيوی دی.

نوموړې زياته کړه چې په دې اړه به د ملګرو ملتونو پلټنې و نه درېږي : (( زما په فکر دا د لبنان د ننه د بېلابېلو خواوو، سوريې، نورو ګاونډيانو او ان زموږ د ټولو په ګټه ده چې د لبنان د پېښو او پرمختياو په تړاو په ځينو ساده اصولو موافقه وکړو.

موږ بايد دا ومنو چې لبنان يو خپلواک هېواد دی او داچې د لبنان خلکو ته بايد له بهرنيو مداخلو او کورنيو ګواښونو پرته د خپل برخليک د ټاکلو اختيار ورکړل شي.))

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په واشنګتن کې د لبنان له لومړي وزير سعد حريري سره تر کتنې وروسته ويلي ، ((د حزب الله دا اخري اقدام يوازې د ويرې او ډار څرګندوی دی .))

د ملګرو ملتونوسر مشي بان کي مون د دواړو خواوو تر منځ د خبرو اترو او تفاهم غوښتنه کړې او ددې تر څنګ يې د پخواني لومړي وزير رفيق حريري د وژنې په اړه د ملګرو ملتونو د پلټنو ننګه کړې ده.