تونس: ولسمشر له دندې لرې، او بيړنی حالت اعلان شو

زين العابدين بن علي
Image caption زين العابدين بن علي له ۱۹۸۷ کال راهيسې د تونس ولسمشر و.

د تونس ولشمر زين العابدین بن علي د مخالفانو د مظاهرو او لاريونونو تر فشار لاندې د جمعې په ورځ اړ شو چې خپله دنده پرېږدي. نوموړی د دندې له پرېښودو وروسته له تونس نه وتلی چې د ۲۳ کلونو لپاره يې پرې واکمني کړې وه.

د تونس لومړي وزير، محمد الغنوشي، اعلان کړی چې د هېواد ولسمشر، زین العابدين بن علي له دندې لرې شوی، او په لنډ مهالي ډول دی د هېواد مشري کوي.

ښاغلي غنوشي پر تونسي ټلوزيون يوه اعلاميه کې وويل کله چې ولسمشر ونه شي کړی خپله دنده ترسره کړي، نو دی واکمني لومړي وزير ته سپاري، نو له همدې مخې((زه له همدا اوسه د ولسمشر دنده ترسره کوم)).

ښاغلي غنوشي، په خپلو خبرو کې ((له ټولو نه د ملي احساس خپلونې)) غوښتنه وکړه.

Image caption د تونس لومړی وزير د ولسمشر د لرې کېدو اعلان کوي.

په همدې وخت کې حکومت ته نژدې سرچينو ويلی چې ښاغلی ابن علي له هېواده وتلی دی.

د تونس چارواکيو د جعې ورځې په لومړيو کې په هېواد کې بيړنی حالت اعلان کړی و.

دغه ګام د ولسمشر زین العبدين بن علي له دې پرېکړې وروسته واخيستل شو چې حکومت یې ړنګ کړ او محمد الغنوشي ته يې دنده وسپارله چې د لومړی وزير دنده ترسره کړي. پر دې سربېره پارلمان هم ړنګ او د وختي ټاکنو ترسره کولو اعلان وشو.

د تونس تلوزيون ویلي بيړنی حالت د دې معنا لري چې له دريو زياتو کسانو غنډېدل منعه دي.

په لارښوونو کې دا هم ويل شوی چې امنيتي ځواکونه به د هر هغه چا پر ضد وسلې وکاروی چې شک پرې کېږي او د امنيتي ځواکونو غوښټنو ته غاړه نه ږدي.

پر دې سربېره د جمعې د ماښام له پنځو نه د بلې ورځې د سهار تر ۷ بجو بورې ګرځبنديز هم اعلان شوی دی، چې تر نامعلومې مودې به روان وي.

Image caption په تونس کې د نښتو په مهال مظاهره چيان پوليس پرډبرو ولي.

په همدې وخت کې پوليسو هغه مظاهرې او لاريونونه تيت کړی چې په زرګونو کسانو په کې برخه درلوده.

مظاهره چيانو د ولسمشر زين العابدين بن علي د ګوښه کېدو شعارونه ورکول.

په تونس کې د بي بي سي خبريال، اډم مينوټ، وايي په تېرو ۲۳ کلونو کې له هغه راهيسې چې بن علی واک ته رسېدلی دغه ډول مظاهرې ساری نه لري.

د بي بي سي خبريال زياتوي چې پلازمېنه تونس کې د کورنیو چارو وزارت بهر د ۶ زرو او ۷ زرو ترمنځ مظاهره چیان راغونډ شوي، او د ولسمشر د لرې کېدو شعارونه يې ورکول.

Image caption د تونس وروستيو مظاهرو په تېرو دوو لسيزو کې ساری نه درلود.

خبریال زياتوی مظاهره چيانو ويل چې تونس کې به تر هغه چې بن علي به واک کې پاتې وي، ريښتينې ديموکراسي به رانه شي.

د بشري حقونو ډلې وايي په تېرو څو اوونيو کې له هغه راهيسې چې په تونس کې ټولنیزه ګډوډي بيل شوې، څه د پاسه ۶۰ کسان وژل شوي دي.

د تونس د کارګرانو ټولنو د جمعې په ورځ د عمومي کاربندۍ غوښتنه کړې وه. امنيتي ځواکونو پر لاريون کوونکيو او مظاهره چيانو چې د فساد، بې کارۍ او خوړو بيو لوړوالي پر ضد يې احتجاج کاوه، ډزې کړې وې.

ورته مطالب