له نڅاګرې سره د برلسکوني د ناروا اړيکي پلټنه کېږي

روبي  (کریمه)
Image caption روبي – چې اصلي نوم یې "کریمه" دی – ځینو ورځپاڼو او خپرنیو ته ویلي چې تېر کال یې د ښاغلي برلسکوني لخوا په جوړ شوي محفل کې د ګډون په مومخه ۷۰۰۰ یورو (چې ۹۴۰۰ ډالر کېږي) ترلاسه کړي ول او محفل ته ورغله.

د تېرې جمعې په ورځ (د جنورۍ ۱۴مه) ايټاليايي څېړونکو وویل چې لومړی وزیر سلفیو برلسکوني یې له یوې ۱۸ کلنې 'مغربي' نڅاګرې سره د 'اړیکو' درلودو په تړاو پوښتنو ته وربللی دی.

داسې شک دی چې ښاغلي برلسکوني د پولیسو له یوه مرکزه د مغربي نڅاګرې "روبي" د خوشي کولو پرمهال له هغې څخه ناوړه ګټه اخیستې ده.

روبي هغه مهال ۱۷ کلنه وه.

ځينې رپوټونه کاږي چې له ښاغلي برلسکوني له دغې نڅاګرې سره د ناروا جنسي اړيکي په اړه پلټنې پیل شوې دي.

خو د ۷۴ کلن برلسکوني مدافع وکیل پر خپل موکل ټول لګول شوي تورونه رد کړي او د ایې "بې بنسټه ادعاوې" بللې دي.

هغه دا هم ویلي چې دا تورونه یوه سیاسي انګیزه لري.

لومړي وزیر وړاندې منلې وه چې د روبي پرځای یې – چې هغه مهال نوموړې د شپې په یوه کلپ کې وه - له پولیسو سره تیلې فوني اړیکه نیولې وه، خو دا یې ونه منله چې ګني پر هغې یې جنسي تېری کړی.

د ایټالیا یوې ورځپاڼې د لوی څارنوال په حواله لیکلي دا مهال پر ښاغلي برلسکوني د لګول شوو تورونو د سپناوي په اړه پلټنه کوي، او له پولیسو سره یې په دې تړاو ګډ کار پيل کړی دی.

روبي – چې اصلي نوم یې "کریمه" دی – ځینو ورځپاڼو او خپرنیو ته ویلي چې تېر کال یې د ښاغلي برلسکوني لخوا په جوړ شوي محفل کې د ګډون په مومخه ۷۰۰۰ یورو (چې ۹۴۰۰ ډالر کېږي) ترلاسه کړي ول او محفل ته ورغله.

خو روبي دا نه ده منلې چې ګني د ایټالیا له لومړي وزیر سره یې ناروا جنسي اړیکه هم نیولې ده.

پولیسو پر هغې د غلا د تور په اړه هم پلټنه پیل کړې ده.

که څه هم دا مساله پېچلې ده، خو داسې باور کېږي، چې روبي "کریمه" له مصري ولسمشر حسني مبارک سره نژدې اړيکي لري.

Image caption ویل کېږي چې روبي (کریمه) له مصري ولسمشر حسني مبارک سره هم نژدې اړیکي لري.

د تېر ۲۰۱۰ کال په نومبر کې دا مساله هله راپورته شوه، چې لوی څارنوال د "میلانو" ښار له پولیسو هغه مهال د برلسکوني د مداخلې سبب وپوښت چې ولې یې د روبي پرځای له پولیسو سره اړیکه نیولې ده؟!

د میلانو پولیسو د تېرې جمعې په ورځ وویل، چې له لومړي وزیر برلسکوني یې د پوښتنو ګروېږنو امر صادر کړی دی.

د ایټالیا لوی څارنوال وايي، چې دا مهال دا قضیه تر څېړنې لاندې ده.

ویل کېږي چې دا پېښه د تېر ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ او مۍ میاشتو ترمنځ شوې ده.

ورته مطالب