مصر د قبطیانو قاتل ته د اعدام سزا واوروله

محمد احمد حسین
Image caption محکمې ویلي چې له ښاغلي حسین سره په دې جرم کې دوه نور کسان قرشي ابوالحجاج علي او هنداوي محمد السید هم شریک دي، چې ټاکل شوې په حق کې به یې د راتلونکې فبرورۍ پر ۲۰مه سزاګانې ورته واوروي.

یوې مصري محکمې د دغه هېواد یوه مسلمان وګړي ته، چې د ۲۰۱۰ په جنورۍ کې یې یو مسلمان پولیس او شپږ قبطيان په 'قنا' سیمه کې وژلي ول، د اعدام سزا اورولې ده.

محکمې ویلي ۳۹ کلن محمد احمد حسین ته یې چې په "حمام الکموني" یې شهرت درلود، د مصر د جنايي قانون له مخې د اعدام سزا اورولې ده.

محکمې ویلي چې له ښاغلي حسین سره په دې جرم کې دوه نور کسان قرشي ابوالحجاج علي او هنداوي محمد السید هم شریک دي، چې ټاکل شوې په حق کې به یې د راتلونکې فبرورۍ پر ۲۰مه سزاګانې ورته واوروي.

درېواړه تورن دي چې په لوی لاس یې شپږ قبطي عیسویان داسې مهال په ډزو ووژل، چې له کلیسا نه د وتلو په حالت کې ول.

تر هغه وروسته د پولیسو او عیسویانو ترمنځ نښته هم وشوه.

داسې باور کېږي چې ښايي ښاغلي حسین دا برید د هغې ۱۲ کلنې مسلمانې نجلۍ د غچ اخیستو په موخه کړې وي، چې یوه عیسوي (قبطي) تر تښتولو وروسته ووژله.

درېواړه تورن د مصر بېړنۍ امنیتي سترې محکمې ته حواله شوي، دغه محکمه د بېړنیو حالاتو د قانون له مخې جوړه شوې ده.

پر دوی دا تور هم دی، چې ټولنه یې ګډوډه کړې، ملي او قومي امن یې اخلال کړی دی.

په مصر کې د محکمې د دې پرېکړې په غبرګون کې د ارتوتودکسي کلیسا قانوني سلاکار نجیب جبراییل ویلي د پېښې تر دیارلسو میاشتو تېرېدو وروسته پر قبطیانو دا پرېکړه سپکه شوې ده.

محکمې دا پرېکړه په اسکندریه کې پر یوې کلیسا تر ځانوژونکي برید دوې اوونۍ وروسته کړې ده، چې لږترلږه ۲۳ کسان پکې ووژل شول او ۷۰ نور ټپیان شول.

مصري ولسمشر حسني مبارک پر کلیسا برید په سختو ټکو غندلی و، چې په وینا یې د "برید ترشا بهرني لاسونه" ول، چې هدف یې په مصر کې اړدوړ جوړول وو.

د مصر له ۸۰ میلیون وګړو څخه یې په سلو کې شاوخوا ۱۰ قبطي (عیسویان) دي.

ډېر ځلې په مصر کې د مسلمانانو او عیسویانو (قبطيانو) ترمنځ مرګوني نښتې او بریدونه کېږي.

قبطيان پر مصري حکومت تور لګوي چې ګني له دوی سره د مور او مېرې چلند کوي، خو حکومت بیا دا تورونه بې بنسټه خبره بولي.

د قبطي کلیسا رییس پاپ درېیم شنوده له مصري حکومت غوښتي چې د قبطيانو غوښتنې پوره کړي.

ورته مطالب