د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د ګازي ډبو چاودنې ۱۸ مسافر ووژل

چاودنه
Image caption ګاډی له کوهاټه هنګو ته روان و چې د تلاشۍ له یوې تهاڼې سره نژدې وچوول شو.

د پاکستان خیبر پښتونخوا په هنګو کې د یوه ګاډي د ننه چاودنې ۱۸ مسافر وژلي دي.

پاکستاني پولیس وايي چاودنه د دوشنبې پرورځ ګهيځ نژدې نهه بجې د هنګو په جوزره سیمه کې وشوه.

دغه ګاډي له کوهاټ نه هنګو ته مسافر لېږدول.

د هنګو د پولیسو مشر اسلام الدین بي بي سي ته ویل په وژل شوې سپرلۍ کې ښځې او ماشومان هم شته، چې هېڅ سپرلۍ پکې ژوندۍ نه ته پاتې شوې.

په چاودنه کې ګاډی کاملاً له منځه تللی او شاته روان ګاډي ته یې هم سخت زیان اړولی او نهه کسان پکې ټپیان شوي دي.

د چاودنې پرمهال دغه ګاډی د تلاشۍ یوې تهاڼې ته د نژدې کېدو په حال کې و.

چارواکو ویلي چاودنه په ګاډي کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوې ده.

دوی وايي چې په ګاډي کې د ګازو ډبې هم بار وې، او هغه هم چاودلې دي.

تر پېښې وروسته امنيتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او ژغورونکي د پېښې له ځایه مړي راوباسي.

ورته مطالب