سودان: د مخالفې ډلې مشر حسن الترابي ونیول شو

حسن الترابي
Image caption د تېرې دوشنبې پر ورځ حسن الترابي ویلي وو "په سوډان کې ملي پاڅون به په تونس کې پاڅون ته ورته وي، او دغه ملي پاڅون به بدلون راولي."

له سودانه رپوټونه وايي چې د مخالفې اسلامي ډلې مشر حسن الترابي په خرطوم کې نيول شوى دى.

له نيولو يو څو ساعته وړاندې، ښاغلي ترابي د اسوشيتيد پريس خبرې ايجنسۍ ته ويلي وو چې د لويو اقتصادي ستونزو له کبله په سودان کې هم د تونس په شان د خلکو پاڅون شونى دى.

رویټرز خبري اژانس د الترابي د مرستیال عواد بابکر له خولې ليکي، چې امنيتي کسان د ترابي پر کور ورغلل، هغه او د هغه یو مرستیال دواړه یې ونیول.

د ویلو ده چې الترابي په ۱۹۹۹ کال کې هم څو ځله وروسته له هغه چې له ملي حزب څخه ووت، ونیول شو.

تېر کال د سوډان ولسمشر عمر البشیر پر حسن الترابي تور ولګاوه، چې ګني د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې درغلي کړې ده.

د سوډان مخالف غورڅنګ د یکشنبې پر ورځ ویلي وو که چېرې حکمومت او پارلمان پر سونتوکو د مالیې او بیو د لوړاوي پرېکړه بېرته وانخلي، ولس دې پراخه لاریونونه وکړي.

د تېرې دوشنبې پر ورځ حسن الترابي ویلي وو "په سوډان کې ملي پاڅون به په تونس کې پاڅون ته ورته وي، او دغه ملي پاڅون به بدلون راولي."

ترابي دا هم ویلي وو چې: "په دغه هېواد کې مخکې هم ورته پاڅون شوی، ودې شي چې داځل هم پاڅون بدلون راولي."

ورته مطالب