چين او له امريکا سره يې د سوداګرۍ چارې

اوباما، هوجينتاو
Image caption چين او امريکا د نړۍ ستر او ځواکمن اقتصادونه دي، چې د نړۍ سوداګري ورسره تړلې ده.

په داسې حال کې چې د چين ولسمشر هو جينتاو له واشنګټن نه په خپله رسمي ليدنه بوخت دی، هغه امريکايي شرکتونه چې په چين کې په سوداګرۍ بوخت دي له دې شکايت کوي ګنې د شرکتونو څارونکې ادارې ځايي شرکتونو ته پر بهرنيو سيالانو غوراوی ورکوي.

په چين کې نژدې ۳۵۰ امريکايي شرکتونو په يوه نظرپوښتنه کې چې په شانګهای کې د امريکا د سوداګريزو خونو ادارې ترسره کړې، د خپلې سوداګرۍ د ودې پر مخ د خنډونه پړه يې د څارنې او تنظيمونې پرچاپېريال اچولې ده، چې په ځينو صنعتي شرکتونو کې د چين بازار ته د بشپړې او عادلانه رسېدنې ګواښنه کوي.

خو نظرپوښتنه کې دا هم څرګنده شوې هغه امريکايي شرکتونه چې په چين کې کار کوي په زياتېدونکي ډول د نړۍ په دغه دوهم اقتصادي ځواک کې د خپلې سوداګرۍ د راتلونکي په اړه باوري ښکاري.

Image caption واشنګټن او بېجينګ دواړه خيلو دوو اړخيزو اړيکيو ته په خورا ارزښت ګوري

که څه هم هغه امريکايي شرکتونه چې په چين کې سوداګري کوي، د راتلونکي يو کال کاروبار په اړه يې ښې هيلې څرګندې کړې، خو تېر دوه کلونه په چين کې د دوی د سوداګرۍ لپاره سخت وو.

اوس بيا دغو شرکتونو چې په نظرپوښتنه کې يې برخه اخيستې دوه پر دريو يې ويلي چې په تېرو څو مياشتو کې يې بيا د چين په بازار کې د ونډو ګټه ښه وه.

له لسو شرکتونو اوو شرکتونو اټکل کړی چې په ۲۰۱۱ کال به يې عايدات په سلو کې لس يا تر دې هم زيات شي.

خو په داسې حال کې چې چين د ودې زياتې شونتياوې لري، دغه هېواد د پيسو ګټلو لپاره هم يو خورا سخت ځای دی.

په دې اړه راپور دلته اورېدی شیء:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

دغه شرکتونه د غوره او وړ کارکوونکيو د ګومارنې او ساتنې له ستونزو شکايت کوي، او پر دې سربېره له ځايي چارواکيو سرټکوي چې د بهرنيو سيالانو پر ځای سيمه ييېز شرکتونه غوره بولي.

په بېجينګ کې افغان سوداګر (دوست محمد مومند) وايي د وړ کسانو موندنې ننګونه د چينايي شرکتونو د کچې له لوړتيا سره هم تړلې ده.

Image caption امريکا وايي چين له لاسه د خپلو بيسو ارزښت ټيټ ساتي چې خپل صادرات يې ښه شي.

تر اوسه امريکا په نړيواله کچه تر ټولو ځواکمن اقتصاد دی او په همدې توګه نړيواله سوداګري يې هم له بازار سره تړلې ده.

چين د امريکا بازار ته په خورا ډېر ارزښت ګوري، خو په امريکا کې سياستوال په دې اړه شکايت کوي کله چې خبره د سوداګرۍ وي، نو چين په کې عادلانه رول نه لوبوي، او له لاسه د خپلو پيسو بيه ټيټه ساتي چې خپل صادرات ورسره ښه کړي.

افغان سوداګر دوست محمد مومند وايي د چيني يوان ټيټوالي چين ته د نورو هېوادونو صادرات ټکني کړي دي.

يوه بله دوام لرونکې ستونزه چې بهرني شرکتونه يې يادوي د فکري ملکيت نه ساتنه ده.

د امريکا حکومت له چين غوښتنه کوي چې د فکري ملکيت حقونو ساتنه کې لا نور کار وکړي.

خو ډېری امريکايي شرکتونه چې نظرپوښټنه يې شوې وايي د تېر کال په اوږدو کې په دې برخه کې هېڅ ښه والی نه دی راغلی.

Image caption بهرني شرکتونه په چين کې د خپلې سوداګرۍ د ښه راتلونکي په اړه باوري دي.

نو د پايلې خبره دا کېدی شي چې چين د بهرني کاروبار لپاره، لکه څنګه يې چې ډېری شرکتونه ښايي هيله ولري، هغسې ښه بازار نه دی.

يو مثبت ټکی بيا د چين چټکه وده ده. له همدې مخې بهرنيو شرکتونو او پانګوالو د چين له بازار سره خپلې سوداګريزې هيلې تړلې دي.

دوی په دې باور دي چې د بازار د ودې راتلونکی به هغه ننګونې يوې خوا ته کړي چې دوی اوسمهال ورسره مخامخ دي.

ورته مطالب