د پاکستان سوېل لوېديځ یوې زورورې زلزلې ولړزاوه‌‌

د مخکنۍ زلزلې عکس ګورﺉ
Image caption د ۲۰۰۵ په اکتوبر کې په کشمیر کې یوې ورته زلزلې څلور اویا زره کسان مړه کړل.

د افغانستان او ایران پولې ته څېرمه يوې لويې زلزلې د پاکستان جنوب لوېديځ لړزولى دى تراوسه د زلزلې د تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د زلزلې کچه په ريکټر سکېل له اووه څخه لوړه ښودل شوې ده، چې د پاکستان په نورو ښارونو کې ېې هم ټکانونه محسوس شوي دي.

د امریکا د ځمکپوهنې د سروې ادارې یو غړی ډان بلک من په دې اړه وایي:

''تر هغه څه چې موږ یې فکر کاوه څه نا څه ژوره وه. چې ښایي دا د ویجاړیو د کمیدو په برخه کې مرسته وکړي. دغه سیمه د زلزلې د رامنځ ته کېدو له اړخه فعاله هغه ده.''

د ۲۰۰۵ په اکتوبر کې په کشمیر کې یوې ورته زلزلې څلور اویا زره کسان مړه کړل.

ورته مطالب