پښه غواړې که ژوند

ماګنو
Image caption ''زه دې پښه ماتولای شم خو له دې ځایه دې باسم''

دغه سړی د برازيل د تريپولي اوسيدونکی دی چې په دې وروستيو سیلابونو کې تر ټولو بده ځپل شوی سيمه ده. 43 کلن ماګنو دې جيزس يو هټی وال دی، دی تيره اوونی په خپل کور کې د کورنۍ له نورو غړو سره ويده وه چې د کور يوه برخه يې د ځمکې د ښويدو له امله وړنګيده.

پدرو د هغه څلورم زوی هڅه وکړه چې د کور له وره ووځي خو د مځکې ښويدو له امله د ديوال او چت تر منځ بند پاتې شو. ماګنو هڅه وکړه چې د خپل 15 کلن زوی د بندې پښې نه خاورې او خټې لرې کړي خو کومه ګټه يې وه نه کړه

ماګنو بي بي سي ته وويل چې زوی یې خپله پښه تاو را تاو کړه خو ځان يې د خټو او خاورو نه شو را ايستلای چې اخر ماګنو د خلاصون په هڅه کې د زوی پښه ور ماته کړه.پدرو بي بي سي ته وويل:

Image caption 43 کلن ماګنو دې جيزس د خپل 15 کلن زوی سره

زه مې له پلاره ډير منندوی يم که نه ما فکر کاوه چې په هماغه ځای کې مړ کيدم، په هغه وخت کې ما يوازې د هغوی ( خپلې کورنۍ) په اړه فکر کاوه، ما مې پلار او انا ته وويل چې ما هلته پريږدي.

خو ماګنو د زوی خبره ونه منله:

ما مې زوی ته وويل چې زه دې پښه ماتولای شم خو له دې ځایه دې باسم.

ماګنو د خواښې په مرسته خپل زوی له خټو را وويسته او پر اوږو يې تر موتړه ولیږدوه چې 15 کلن پدرو ځايي کلينيک ته ورسوي، په کلينيک کې د بريښنا د نشتوالي له امله د پدرو اکس ری وا نه خيستل شوه. پدرو ساعتونه په درد تير کړل او بالاخره عمومي روغتون ته يوړل شو چې مناسبه درملنه يې وشي.

د ماګنو ټوله کورنۍ، د هغه د ميرمنې، خواښې او 4 زامنو په ګډون ټول د ځمکې له ښویدو ژوندي پاتې شول.

پدرو له خپلو درې ورونو، کاکا او انا سره په تريپولي کې په هغه کور کې اوسيږي چې انا يې پکې د خدمتګارې په توکه کار کوي. پدرو وايي ګولۍ خوري او تر اوسه د هغه شپې په اړه بد خوبونه ګوري.

ماګنو او ميرمن يې په مرکزي تريپولي کې په يوه کور کې چې د ماګنو مالک ورکړی دی اوسيږي. نوموړی وايي د ټولو ورانيو سر بيره يې وکوالی شو چې خپل ځيني کالي را ټول کړي. هغه اوس په رخصتيو دی خو نيت لري چې تر پلان شوې نيټې وړاندې بيرته کار ته ستون شي.

پدرو وايي ليواله دی چې بيرته ښوونځي ته ولاړ شي، هغه د خپل ټيليفون د انټرنيت له لارې له خپلو دوستانو سره په تماس کې دې او ظاهرا ټول روغ جوړ دي.

پدرو چې د سپورت او ويډيو ګيم مينه وال دی وايي چې په ريو دې ژينېرو کې ځيني خلک شته چې غواړي دی د فوټبالر په توګه وکاروي. پدرو وايي ډاډه دی چې له رغيدو وروسته به فوټبالل شروع کړي او زياتوي چې که چيرې مالي مرسته ورسره وشي نو يو مسلکې فوتبالر به شي.

ماګنو د خپل زوی د انتخاب ملاتړ کوي، دا په دې خاطر چې دی ښه دی نه چې زما زوی دی.