په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان : د ملا عمر د درملنې خبره رښتيا نه ده

د پاکستان پوځ او په افغانستان کې د طالبانو غورځنگ د لويديځو رسنيو هغه رپوټ رد کړ چې د ملا محمد عمر درملنه په کراچۍ کې شوې ده .

واشنگټن پوسټ خبر خپور کړى و چې د امريکا د استخباراتو ادارې ته ويل شوي چې پر ملا محمد عمر د زړۀ حمله راغلې وه خو درملنه يې په پاکستان کې وشوه .

د ورځپاڼې له رپوټ سره سم تر درملنې وروسته ملا محمد عمر د پاکستان د پوځ د استخباراتو برخې يا اى ايس اى ته سپارل شوى و او هغوى دۀ ته سپارښتنه کړې وه چې په کور ارام وکړي .

طاهر خان له اسلام اباده پرې رپوټ لري :