تونس: الغنوشي تر ټاکنو وروسته له سیاسته لاس اخلي

ښاغلی الغنوشي
Image caption الغنوشي ويلي د ملي یووالي حکومت به ''ټول نادیموکراتیک قوانین لغوه کړي.''

د تونس لومړی وزیر محمد الغنوشي وایي په تونس کې دیموکراسۍ ته د لېږد تر پړاو وروسته به ژرترژره له سیاسته متقاعد شي.

د جمعې په ورځ له تونسي تلویزیون سره په مرکه کې ښاغلي الغنوشي همداشان ژمنه وکړه چې د لېږد پرمهال به ټول غیردیموکراتیک قوانین لغوه شي.

د هغه په مشرۍ موقت حکومت ویلي چې د شپږو میاشتو په اوږدو کې به ټاکنې وشيږ

الغنوشي وايي د ملي یووالي حکومت به ''اوسني ټول نادیموکرات قوانین لغوه کړي''.

هغه زیاته کړه ''په دې اړه د ټولو تونسیانو په څېر اندېښنه لري.''

په تونس کې د ځینو وزیرانو تر نیوکې له اوسني نظام څخه د مخکنۍ ادارې د ځينو پاتې وزیرانو د لیرې کولو غوښتنه کوله.

لاریونونه

سلګونه لاریون کوونکو په تونس کې د ولسمشرۍ ماڼې ته څېرمه د ملي یووالي د حکومت د ړنګولو غوښتنه کوله.

په لومړي ځل د تونس له زړه څخه د لومړي وزیر د دفتر مخې ته لاریون کوونکي ولېږدېدل.

Image caption دا ټول پرمختګونه وروسته له هغه رامنځ ته شول، چې د تونس په وروستیو تاوتریخجنو پېښو کې د ''تونس په حق کې د جرمونو په تور'' د زین العابدین ۳۳ دوستان ونیول شول.

د تونس تلوېزیون اعلان کړی چارواکو د مخکني لیرې کړای شوي ولسمشر زین العابدین د ښځې د کورنۍ د یوه غړي په کور کې زیاته وسله موندې ده.

د تېرې جمعې پر ورځ د تونس تلوېزیون د دغې وسلې انځورونه هم وښودل.

که څه هم تلوېزیون یا چارواکو د دغو کسانو نومونه په ډاګه نه کړل، خو دا یې وویل چې وسلې د مخکني ولسمشر زین العابدین د خسرګنۍ د کورنۍ د ځینو غړو په کورونو کې وموندل شوې.

دا ټول پرمختګونه وروسته له هغه رامنځ ته شول، چې د تونس په وروستیو تاوتریخجنو پېښو کې د ''تونس په حق کې د جرمونو په تور'' د زین العابدین ۳۳ دوستان ونیول شول.

ورته مطالب