د سوېلي سودان ټولپوښتنه: ''۹۹٪ بېلتون غواړي''

سودان
Image caption رویټرز خبري اژانس د یوه چارواکو له خولې لیکي، چې په اوو ولایتونو کې پایلو ښودلې چې په سلو کې تر ۹۰ ډېر ګډونوال د بېلتون او ازادۍ غوښتونکي دي.

د سودان چارواکو ویلي چې له شمال څخه د سوېلي سودان د بېلتون په اړه د شوې ټولپوښتنې پایلې ښيي چې په سلو کې ۹۹ د ټولپوښتنې ګډونوال د بېلتون غوښتونکي دي.

ټاکل شوې ده چې د ټولپوښتنې رسمي پايلې به راتلونکې میاشت اعلان شي، خو خبریالان وايي چې په پایلو کې د شک ځای نه شته.

پر همدې مهال په جنوبي سودان کې یاغیان، چې دا مهال جګپوړې څوکۍ لري، د جنوب اوسېدونکي هڅولي چې د خپلې سیمې د بېلتون په خوښۍ کې محفلونه جوړ نه کړي.

د سودان ولسمشر حسن البشیر ویلي چې د ټولپوښتنې پایلې به ومني.

د ټولپوښتنې لومړیو پایلو وښوده چې زیاتره ګډونوال د بېلتون غوښتونکي دي.

رویټرز خبري اژانس د یوه چارواکو له خولې لیکي، چې په اوو ولایتونو کې پایلو ښودلې چې په سلو کې تر ۹۰ ډېر ګډونوال د بېلتون او ازادۍ غوښتونکي دي.

سرچینه د ټولپوښتنې د ادارې چارواکو په حواله ليکي چې په بحر الغزال ولایت کې ۱۵۳۸۳۹ رایه اچوونکي د بېلتون غوښتونکي دي، په داسې حال کې چې ۷۲۳۷ یې مخالفت کوي.

رویټرز لیکي، په جونجلي او شرق الاستواء ولایتونو کې بیا په سلو کې ۹۹ د بېلتون تګلاره غوره کوي.

ورته مطالب