په مصر کې"د غضب ورځ"، نښتې او اخو ډب

د قاهرې مظاهرې
Image caption د مصر حکومت مخالف فعالان ګواښلي وو، که د جنورۍ په ۲۵ مه په لاريونونو ووتل نو وبه نيول شي.

په قاهره کې پوليسو د د حکومت ضد يوې داسې مظاهرې او لاريون تيتولو لپاره اوښکې بهوونکی غاز او د اوبو شيندونکي کارولي دي، چې پخوا یې ساری کم ليدل شوی دی.

له دغو احتجاجونو سره په زرګونو خلک يو ځای شوي چې د تونس له پاڅون نه په الهام د انټرنېټ له لارې ورته بلنه ورکړل شوې وه.

د (اسوشيېټېد) خبری اژانس ويلي د قاهرې په تحرير ميدان کې مظاهرچيانو د پوليسو پر اوبو شيندونکي موټر يرغل کړی، د موټروان دروازه يې پرانيستې او موټراون يې ترې کوز کړی دی.

دغه اژانس زياتوي پوليسو په ځواب کې لاريون کوونکي ډبولي او وهلي چې غوښتل يې د پوليسو کړۍ ماته کړي او د مظاهرې له سترې برخې سره يو ځای شي.

Image caption پوليسو په قاهره کې د مظاهرچيانو تيتولو په موخه اوښکې بهوونکی غاز کارولی.

دوی بيا د پوليسو له ليکو تېر شول او پر سړکونو يې په لاريون پیل وکړ او د مبارک د لرې کېدو شعارونه يې ورکول.

له څور ورځو راهيسې د مصر حکومت ضد فعالان د انټر نېټ له لارې پيغامونو کې د (غضب ورځې) کې د وتلو بلنه ورکوله او د سه شنبې يا درنۍ ورځې لاريون کوونکي او مظاهره چيان په پلازمېنه قاهره سربېره د مصر په نورو ښارونو کې هم وتلي وو، او د حکومت ضد شعارونه يې ورکول.

مظاهرې په قاهره، اسکندريه، سويس، اسماعليه، محله الکبری، طنطا او نورو ښارونوکې شوې، او عيني شاهدانو ويلي چې د قاهرې په دوو ځايونو کې پوليسو مظاهره چيان ډبولي دي.

د روانې جنورۍ په لومړيو کې په تونس د اونيو ناراميو په پای کې ولسمشر زين العابدين بن علي له واکه ګوښه کېدو ته اړ کړی شو.

Image caption د قاهرې مظاهرو او لاريونو همغږی د (فېسبوک) له لارې شوې وه

ولسمشر حسنی مبارک د ۱۹۸۱ کال له اوکتوبر راهيسې پر مصر واکمن دی، چې د واکمنۍ په مهال يې داسې سترې مظاهرې نه دي ليدل شوې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هېلاري کلېنټن ويلي د هېواد حکومت يې (د بيان ازادۍ او راغونډېدو بنسټيز حق) ملاتړ کوي، او له ټولو خواوو يې غوښتي چې (خپل زغم وساتي).

د قاهرې مظاهرو او لاريونو همغږی د (فېسبوک) له لارې شوې وه، په لس ګونو زره خلک د دغې بلنې پاڼې ته ورغلي او په لاريون کې يې د ونډه څرګندونه کړې.

د مصر حکومت مخالف فعالان ګواښلي وو، که د جنورۍ په ۲۵ مه په لاريونونو ووتل نو وبه نيول شي.

د مصر حکومت له مخکينۍ اجازې پرته لاريون منعه کوي، او مخالفې ډلې وايي دوی د دغه ډول اجازه ليکونو ترلاسه کولو منعه کړی شوي دي.

مصر هغو ته ورته ټولنيزې او سياسي ستونزې لری چې په تونس کې يې نارامۍ راوپارولې، چې په سر کې يې د خوړو زياتېدونکې بيې، د بېکارۍ لوړه کچه او په حکومت کې د فساد شته والی راځي.

Image caption ولسمشر حسني مبارک د ۱۹۸۱ کال له اکتوبر راهيسې پر مصر واکمن دی.

خو د تونس په پرتله په مصر کې د خلکو ترمنځ د زده کړې او لوست کچه ټيټه ده. نالوستي په کې پراخه او انټرنېټ ته لاسرسی يا يې کارونه ټيټه ده.

په مصرۍ ټولنه کې نهيلي ژوره ده، په قاهره کې د بي بي سي خبريال وايي مصريان د دواړو حکومت او حکومت مخالفو په اړه خپلي هيلې له لاسه ورکړې دي.

په داسې حال کې چې مخالف مشر محمد البرادعي پر مصريانو غږ کړی چې په مظاهرو کې برخه واخلي، اخوان المسلمين ډلې دريځ لا ډېر تت او ناڅرګند و.

د بی بي سي خبريال زياتوي مصر ته په پراخه داسې کتل کېږی چې د ولسمشر مبارک د دریو لسيزو واکمنۍ په مهال يې ځواک، اغېز او اعتبار له لاسه ورکړی وي.

ورته مطالب