د تونس د پوځ مشر د مظاهرو پايته رسېدل وغوښتل

تونس
Image caption ډېرئ تونسيان به اوس له ځانه پوښتي چې آيا د جنرال په وينا کې سياستوالو ته هم گواښونه نغنښي و که نه.

د تونس د پوځ لوى درستيز د هغه ولسي پاڅون تر پېلېدو وروسته چې ولسمشر زين العابدين بن علي يې له هيواده تېښتې ته اړ کړ، په لومړي ځل د نورو ترمخه راڅرگند شوى دى.

ډېر باور دادى چې جنرال رشيد بن عمار به له واکه د ولسمشر بن علي له غورځېدو سره مرسته کړې وي.

جنرال عمار، اعتراض کوونکو ته ددې ډاډ د ورکولو ترڅنگ چې پوځ يې پر خوا دى، د سياسي کړکېچ د غزېدو عواقبو ته هم د هغوى پام راواړاوه.

د جنرال عمار راښکاره کېدو ټول حيران کړل. ده د اعتراضيانو هغې غونډې ته وينا وکړه چې حکومتي ودانۍ يې ولکه کړي او وايي تر هغو چې له شړل شوي ولسمشر سره له تړلو کسانو څخه جوړ لنډمهالى حکومت استعفى ونکړي، له دغه ځايه نه ځي.

جنرال چې پر لوډسپيکر غږېده او عسکر ترې راتاو و، غونډې ته وويل چې د هغوى انقلاب د عسکرو انقلاب هم دى.

خو هغه، پر داسې يوه بڼه چې اعتراضيانو ته يې د گواښنې بڼه درلوده، هغوى وهڅول چې د حکومت په لار کې خنډ جوړ نه کړي.

په بله ژبه، غوښتنه يې داوه چې ځئ نور خپلو کورونو ته ولاړشئ. پوځ دلته پر خلکو گران دى، ځکه باور يې دادى چې له پاڅون سره يې مرسته کړې ده.

خو که د ولسواکۍ پر لور د تونس د څکولو هڅې ځنډنۍ شي او هيواد پر بې لارښوده دولت واوړي، داسې نه برېښي چې اعتراضکوونکي دې د واکمن په توگه د پوځي جنرال منلو ته زړه ښه کړي.

جنرال عمار گواښنه وکړه چې د واک تشه، زورواکۍ ته لار پرانستلى شي او زياته يې کړه چې پوځ به د انقلاب د ساتنې ضمانت کوي.

ډېرئ تونسيان به اوس له ځانه پوښتي چې آيا د جنرال په وينا کې سياستوالو ته هم گواښونه نغنښي و که نه.

ورته مطالب