د ګوانتانامو بندي ګیلاني په عمري بند محکوم شو

ښاغلی ګیلاني
Image caption ګیلاني مخکې په ۱۹۹۸ کال کې په تنزانیا او کینیا کې د امریکا په سفارتونوکې د برید په ترڅ کې د ۳۰۰ کسانو په وژنو تورن و.

د ګوانتانامو پخوانی لومړنی بندي په نیویارک کې په عمري بند محکوم شوی دی.

۳۶ کلن علي احمد خلفان ګیلاني په خپل هېواد تنزانیا او کینیا کې د حکومتي ودانۍ او د امریکا پر سفارت په برید تورن دی.

دا یوازینی تور و چې تېرکال په محکمه کې پرې ثابت شو.

هغه مخکې په ۱۹۹۸ کال کې په تنزانیا او کینیا کې د امریکا په سفارتونوکې د برید په ترڅ کې د ۳۰۰ کسانو په وژنو تورن و.

د ګیلاني محاکمه د ګوانتانامو د هغو ۱۷۳ نبدیانو په حق کې د معاملې په اړه یوه ازموینه ګڼل کېږي، چې د ترهګریزو بریدونو په تړاو نیول شوي دي.

په دې ډله کې خالد شیخ محمد هم دی، چې پخپله خوله یې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو د طراحۍ اعتراف کړی دی.

په ۲۰۰۸ کې ولسمشر اوباما د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ژمنه وکړه چې د ګوانتانامو زندان به تړي، خو لاهم په دغه زندان کې ګڼ بندیان شته.

Image caption د نیویارک محکمې قاضي پر ګیلاني د هر راز زړه سوي خبره رد کړه.

د سه شنبې پر روځ پرګیلاني تر پرېکړې شېبه وړاندې د نیویارک د ملکي محکمې قاضي لوېس کابلان وویل ګیلاني تېر ایستل شوی، او بیا وروسته مالومه شوه چې هغه د القاعدې فعالینو ته کار کاوه.

ښاغلي کابلان وویل "ښاغلی ګیلاني پوهېده چې خلک وژل کېږي."

کابلان د ګیلاني په اړه د هر راز زړه سوي خبره رد کړه، ویل کېږي چې پر ګیلاني د امریکا په زندان کې ډېرې شکنجې راغلې دي چې په دې اړه یې پلټونکو ته باوري مالومات هم ورکړي دي.

ورته مطالب