نن په تاريخ کې – د جنورۍ ۲۸مه

امنیت شورا د انځور حقوق Getty Images
Image caption ١٩٤٩ کال – امنيت شورا پر اندونيزيا د هالنډ بريد وغانده

١٠٧٧ کال – پاپ اووم گريگوري د جرمني امپراتور څلورم هنريخ وباښه

١٠٩٩ کال – لومړنيو صليبيانو په سوريه کې حسن الاکراد سيمه کلابنده کړه

١٣٩٣ کال – په پاريس کې د سلطنتي مېلمستيا او نڅا پر مهال اور څلور تنه ووژل

١٥٤٧ کال – نهه کلن ايدوارد (شپږم) د اتم هنري پر ځاى د انگلنډ پاچا شو

١٦٨٩ کا ل- د انگلنډ پارلمان د پاچا دويم چارلس واکمني پايته ورسوله

١٧٢٥ کال – د روسيې امپراتور ستر پيتر (رومانوف) مړ شو

١٨٤٦ کال – برتانويانو د پالوال په نښته کې د پنجاب سيک لښکرې ماتې کړې

١٩٣٢ کال – جاپان د چين د شانگهاى ښار ونيو

١٩٤٩ کال – امنيت شورا پر اندونيزيا د هالنډ بريد وغانده

٢٠١٠ کال – د افغانستان په اړه د ٦٥ هيوادو په گډون د لندن کنفرانس پيل شو

ورته مطالب