ولسمشر مبارک ځان ټينګوي

مبارک د انځور حقوق AP
Image caption له اوسنۍ ګډوډۍ نه د ولسمشر مبارک د وتلو پلان دا دی چې تر راتلونکي مني پر خپله دنده پاتې شي

له هغه راهيسې چې په مصر کې د ولسمشر مبارک پر ضد مظاهرې او لاريونونه پيل شوي، د لومړي ځل لپاره د ولسمشر مبارک په پلوۍ هم لاريونونه وتلي دي.

د چارشنبې پېښو د دې څرګندونه کوله چې ښاغلی مبارک او واکمن نظام يې اوس غواړي د خپلو پلويانو له لوري خپله مخه له مخالفانو پاکه کړي.

مخالفان بيا وايي واکمن نظام د پيسو له لارې خلک په خپله پلوۍ په لاريونو وباسي. په قاهره کې د بي بي سي خبريال جېرېمي بوېن د مصر حالت ته په کتنه کې وايي:

د چارشنبې له پيل سره چاپېريال بېل ډول و. له هغه راهيسې چې يوه اوونۍ مخکې رارسېدلی يم، د ولسمشر مبارک په پلوۍ مې کومه مظاهره نه ده ليدلې.

خو د چارشنبې له سهاره د قاهرې پر سړکونو د ده په زرګونو پلويان راوتلي وو، داسې انګېرنه ده چې د واکمن ملي ديموکراتيک ګوند له خوا استول شوي وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د مبارک پلويان چې د تحرير ميدان ته ننوتل له مخالفانو سره نښتې بيل شوې.

د مبارک په پلوۍ مظاهرې په ښه ډول منظمې شوې وې، او د مظاهره چيانو ارادي کار نه و.

يو شمېر بسونو د مبارک پلويان ښکته کړل، ډېری لوحې داسې ښکارېدې چې د مسلکي لوحه ليکونکو له خوا جوړې شوې وې. د دوی مخالفان وايي دغو کسانو ته پيسې ورکړل شوې چې په مظاهرو ووځي.

دغه مظاهرې د وړمې شپې د وينا په پايله کې وشوې چې ولسمشر مبارک په کې په ډاګه کړه، د سپتمبر ټاکنو کې به نه درېږي.

د حسنی مبارک په څېر د يو ټولواکه مشر لپاره په تحرير ميدان کې د ګڼ شمېر وګړيو ليدل چې د لرې کېدو غوښتنه يې کوي، له شک پرته يو ژور سپکاوی ګڼل کېږي.

ده به دا غوښتل چې پر خپل پلازمېنه واک او منګولې بېرته ټينګې کړي، او دا دنده يې پلويانو ته ورکړل شوې ده.

له اوسنۍ ګډوډۍ نه د ولسمشر مبارک د وتلو پلان دا دی چې تر راتلونکي مني پر خپله دنده پاتې شي.

دی غواړي د خپلو شرطونو له مخې دنده پرېږدي. له همدې امله يې حکومت د لوېديزو ملګريو له لوري غوښتنې رد کړې چې ژر د واګو په لېږدونه پيل وکړي.

د پوځ مشران هم داسې ښکاري په دې سلا شوې وي ګنې دا د ده لپاره غوره ده چې خپله موده پوره کړي.

په داسې حال کې چې د مبارک په پلوۍ لاريون کوونکي راغونډېدل، دوی په يوه اعلاميه کې له هغو خلکو د وتلو غوښتنه وکړه چې د تحرير ميدان يې نيولی دی.

د پوځ سرتېريو هم د ولسمشر مبارک د پلويانو مخه ډب نه کړه چې په تحرير ميدان يې وردنګل.